غم يې كه خوښي يې ته
زما خو زندګي يې ته
دې د غم په دور كې
وخت د ارامي يې ته
ته زما څراغ د شپې
زما د خوب كيلي يې ته
زه د خزان شپه يمه
ورځ د پسرلي ېي ته
اې زما په ټول ژوند كې
بس يوه كمي يې ته
ناصر! په دې كلي كې
څومره اجنبي يې ته
ناصر كاظمي
ژباړه: هوسۍ