خدا زده خوشحال يم که خفه يمه زه
خلکو دا څه وشول په څه يمه زه
چې دی جانان دزړه کرار يم کنه؟
که دی يو څو ورځو ميلمه يمه زه
ليلا زړګی راته سوغات راکړی
دې ليونو سترګو رانجه يمه زه
بیا مې په خوب کې ده جانان راغلئ
لګ خو مې پریګده چې ویده یمه زه
جینئ لباس دې ده اغیارو کړئی
خو ځان ته وایئ پښتنه یمه زه
يمه ږوندئی خو هيڅ ږوند نه لرمه
حیران ولاړ ګوته په خوله یمه زه
ورک شه ساقې شراب دې نه غواړمه
چې دې ځوانې په جوش نشه یمه زه
یمه سيدشاه زړه مي له صدق نه ډک
خلق دي وائي چي ساده یمه زه