په چيلي کي د وړمي ورځي له شديدي زلزلې وروسته د مړو شمېره تر ٧٠٠ تنو اووښتې ده.
د چيلي حکومت وايي د زلزله ځپلي سيمي خلګ اوس هم د يوې بلي زلزلې د بيري د شپې دباندي پرېوزي.
بلي خواته د امريکا خارجه وزيري په هايټي کي د چيلي له ولسمشر سره کتلي او د مرستي ژمنه يې ورسره کړې ده.
د چيلي حکومت وايي د زلزلې له امله ٢٠ لکه کسان متاثره سوي، په سوونو پلونه، لويي لاري او موټرونه خراب سوي دي.
د چارواکو په وينا په بېلابېلو سيمو کي ١٥ لکه کورونه او ودانۍ يا په بشپړه توګه له منځه تللي او يا له هستوګني وتلي دي.
بلي خواته له سيمي څخه ورکړل سوي راپورونه وايي د دوو ورځو په تېرېدو اوس لا اوس هم خلګ د لوږي او خوراکي توکو له کاختۍ سره مخ دي او زيانمنو سويو خلګو سره هيڅ راز مرسته نه ده سوې.