کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

کندهار: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

د کندهار امنيتي مقامات وايي د دوشنبې په سهار د دغه ښار په خيتځ کي هوايي ډګر ته څرمه ځانمرګى بريد سوئ چي څو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي په دې حمله کي دوه ملکي کسان مړه سوي او درې نور ژوبل دي. خو سيمه ايز اوسېدونکي وايي په حمله کي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد د کندهار او بولدک پر لويه لاره د ترنک پر پله رامنځته سوئ چي له کندهار هوايي ډګر سره ډېر نيژدې دئ.