کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د ناټو د فعاليتونو په اړه د روسيى راشاتودي ورځپاڼې يو څيړنيز مطلب راخستې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو روان سياست له ماتې سره مخ دې.
ورځپاڼه كې ليكلي بې له دې، چې په امنيت كې ښه والې راشي افغانستان ته زيات سرتيري استول كيږي او همدا اوس د افغانستان دوه دريمه برخه د طالبانو په ولكه كې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په جنوب كې د كيدونكو پوځي عملياتو پايلو ته كتنه كړې او ليكلي، چې افغانان د هغو بدمرغيو پاى غواړي، چې نړيواله ټولنه يى د نږدې نهو كلونو راهيسې د له منځه وړلو ژمنې كوي.
په ورځپاڼه كې د كابل د امنيى قومندانۍ د دريو چارواكو د استعفى خبر هم وركړل شوي او ليكل شوي، چې دوى په كابل كې د وروستيو ځان وژونكو حملو له امله خپلې دندې پرېښي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د امنيتي غونډې د جوړيدو خبر وركړې، چې پكې دا سپارښتنه شوې، چې د مارجې چارواكي دي د ولسي شوراګانو له لارې وټاكلې شي.
ورځپاڼې د خپل لومړي په يو مطلب كې بيا په مارجه كې د طالبانو ماتې ته په اشارې ليكلي، چې د طالبانو د مقاومت وروستۍ مرچله هم له منځه يوړلې شوه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انټرنيټ په ځينو سايټونو باندې د مخابراتو او د اطلاعاتو او كلتور وزارتونو لخوا د بنديزونو ملاتړ كړې او هغه يى د اخلاقي فساد د مخنيوي لپاره ګټور بللې.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ددغو چارواكو لخوا د خپلو دندو پريښودلو ته په اشارې ليكلي، چې د استعفې د كلتور رواجيدل په هيواد كې د مسؤليت منلو كچه لوړوي.
د ورځپاڼې په وينا په هغو چارواكو كې، چې خپلې دندې يى پريښي د كابل د امنيى قومندان جنرال عبدالرحمن، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئيس جنرال عبدالغفار سيد زاده او امنيتي مرستيال جنرال خليل الله دستيار شامل دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې پدې بحث كړې، چې په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د ولسمشر كرزي هڅې او پروګرامونه ولې موثرې ندي.
د ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان كې د انټرنيټ په ځينو سايټونو باندې د بنديز د لګولو لپاره د مخابراتو او اطلاعاتو او كلتور وزارت وروستي اقدام ته ځانګړې شوې او ليكل شوي، چې له دې سره كومه ستونزه نه هواريږي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د دريو امنيتي چارواكو استعفى د كورنيو چارو د وزارت مشرتابه ته د يو پيغور په توګه مخته كړې او ليكلي، چې دوى دې له خپلو ټيټ پوړو چارواكو نه يو څه زده كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ددغو دريو چارواكو د استعفى ملاتړ كوي او هيله مند ده، چې نور هغه كسان هم، چې د تيګې د پورته كولو توان نلري هغه ښكلې كړي او بيرته يى پخپل ځاى كيږدي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك بيا هم په كابل كې وروستۍ حملې ته ځانګړې كړې او په هغې كې د پاكستان د ښكليتيا امكاناتو ته په اشارې ليكلي، چې پاكستان نه غواړي، چې يو اباد افغانستان يى په خوا كې وي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې په كابل د وروستۍ حملې بيلابيلو ابعادو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دا حمله د هغو هڅو يوه برخه وه، چې پاكستان يى له افغانستان څخه د هند د ويستلو لپاره كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله په افغانستان كې د معتادينو په شمير كې په زياتوالي انديښنه څرګنده كړې او هغه يى راتلونكې نسل ته يو ستر ګواښ بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د معتادينو د كمولو لپاره حكومت بايد د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وكړي.
خو د ورځپاڼې په ننني كارټون كې بيا دا ښودل شوي، چې د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د كوكنارو فصلونه مست و مګن ولاړ دي او د له منځه وړلو لپاره يى كوم جدي كار ندې شوې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د ابتذال په وړاندې د مبارزې په اړ كې د مخابراتو او د اطلاعاتو او كلتور وزارتونو وروستې اقدام ستايلې دې.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې دا هيله څرګنده كړې، چې د افغانستان په جنوب كې روان پوځي عمليات به د سولې په ټينګښت كې اغيزمن رول ولوبوي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په كندهار كې د پوځي عملياتو د پيلولو لپاره روانو تياريو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې افغان او نړيوال پوځونه هغو تيروتنو ته متوجه كړي، چې په مارجه كې يى كړي او غوښتي دي، چې دا تيروتنې بايد بيا تكرار نشي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د امريكا د كانګرس هغه انديښنه راخستې، چې په افغانستان او عراق كې يى د خپل پوځ د دفاعي چارو د قرارداديانو د تكلارو په اړه يى لري.
ورځپاڼې په دوام كې د بلك واټر نوم اخستې او ليكلي، چې دغه كمپنۍ په افغانستان او عراق كې جنايتكاران استخداموي.