په هېواد کې د نويو سياسي او ټولنيزو شرايطو په منځته راتګ سره د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره هم نوی قانون جوړ شو . د دغې قانون له مخې هرهغه سياسي ځواک په رسمي توګه راجستر کيدلای شي چې د افغانستان عدليې وزارت ته د اړوندو اسنادو سره يوځای د لږ ترلږه لسو زرو( ۱۰۰۰۰) همفکرانو لست وړاندې کړي . هغه سياسي ګوندونه چې څو کاله مخکې د اوو سوو( ۷۰۰ ) کسانو په غړيتوب سره راجستر شوي وو ، د نوي قانون په بنسټ مکلف دي چې د تذکرو له مخې د لسو زرو غړو نومونه د عدليې وزارت ته وسپاري ، که نه د خپل فعاليت حق به په رسمي توګه له لاسه ورکړي .
د خوښۍ ځای دی چې اوس په افغانستان کې هر څوک کولی شي چې تر ټاکلي بريده خپل نظر او سياسي عقيده ظاهره کړي . يو شمېر افغان روڼ اندو د يادې شوي مسئلې په اړه له ځان څخه يو لړغبرګونونه ښکاره کړل چې د هغوی له ډلې څخه د پوهنمل حاجي محمد نوزادي رغنده ليکنې زما پام هم ځانته ورواړاوه . د ځان سره مې وپتييله چې د نوموړي ليکنې په ملاتړ کې يو څه وليکم ، خو متأسفانه په هغه وخت کې مې يو لړ ستونزو د دې کار مخه ونيوله .
لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده ،څو کاله مخکې د جاري پاليسۍ له مخې اړتيا وه چې ډېره کوچنۍ ډله هم په افغانستان کې د سياسي فعاليت حق ترلاسه کړي ، خو د رنګارنګ هڅونو په پای کې د سياسی ګوندونو شمېر تر سلو هم واوښت . سياسي ګوندونو ځانته د تجارتي مؤسسو بڼه غوره کړه او د هغوی سياسي شعارونو په بشپړه توګه خپل اغېز له لاسه ورکړ . هغه سياسي ګوندونه چې سره ورته موخې او سياسي مرامونه يې درلودل په يوه غښتلي غورځنګ کې سره يوځای کيدای شول . خو د پراخ اغېزمن سياسي غورځنګ د ايجاد لپاره د بې پلوه روڼ اندو بې الايشه سلاوې د دغو ګوندونو د مشرانو له خوا همېشه په ناسمه توګه تعبيريدلې .د دغو کوچنيو ګوندونو رښتيني ليکې په دوه لاري کې پاتې شوي وې . هغوی هېڅ هم نه شوای کولای ، ځکه ټول واک د هغوی د مشرانو په لاسونو کې و اومشران يې يوازې په کوچنۍ ډله کې دعام او تام واک په لرلو سره خوښ وو. منځته راغلي وضعه ډېره زوروونکي وه !
پوهنمل نوزادي په خپله ليکنه کې د سياسي ګوندونو له ليکو غواړي چې « پر خپلو سرزورو مشرانو باندې زور واچوئ او په دې يې پوه کړئ چې د ورک کيدو او يا سره يوځای کيدو تر منځ انتخاب وکړي ، دريمه لاره نه شته » .
اوس که چېرې په رښتيا سره د ګوندونو مشران د ورک کيدو له وېرې پرته له دې چې په يوه پراخ غورځنګ کې داړينو عينی شرايطو تر برابرولو د مخه او د کارنده تشکيلاتي اصولو له مراعات او پلي کولو پرته په ډېره بيړه سره يوځای شي ، نوموړو ګوندونو ته به يې کومې ګټې اوتاوانونه ورسيږي ؟ راځئ چې دغه مسئله په نسبي توګه ژور ه او پراخه وڅيړو :
ددې کارسرسري (سطحي اوڅرګنده ) ګټه داده چې دغه کوچني ګوندونه به له سملاسي ورک کيدو څخه وژغورل شي، خو په سياست کې يواځې په نوم شته والی او بې اغېزه ژوند د يوه توت ارزښت هم نه لري . خلک له سياستوالو څخه د ملي ګټو د خوندي کولو په اډانه کې د سترو کارونو د ترسره کولو لپاره خورا زياتې هيلې لري .
لا تر اوسه مو ښه په ياد دي ، هغه وخت چې لويديزوالو د طالبانو رژيم تر جبري نسکورولو وروسته په افغانستان کې په بيړه سره د دموکراسۍ جوړولو بهير پيل او له افغانانو څخه يې د سياسي سمبالتياوو د منځته راوستو غوښتنه وکړه ، د پخوانيو ګوندونو يوشمېر ډلو او زيات شمېر روڼ اندو ته د هېواد په راتلونکي سياسي ، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې د بيا برخې اخيستو هيله پيدا شوه . په هېواد کې د ننه او دهغه څخه دباندې د روڼ اندو ترمنخ د غونډو په جوړولو سره سلاوې او مشورې پيل شوې . په هغه غونډه کې چې په دې مناسبت د هالنډ هېواد د امېرسفورت په ښار ( ۲۰۰۴ م . کال) کې جوړه شوي وه ، ګډونوالو ته مې په خپله ليکنه کې څرګنده کړه چې : دموکراسي په دستور او فرمان سره منځته نه راځي . د هغې لپاره بايد په ټولنه کې په طبيعي توګه د رنګارنګ او پراخو هڅو له لارې د ودې او پخيدو زمينه مساعده شي . څرګنده ده چې يواځې د احساساتو په ښوولو او د خورا نېکو هيلو په څرګندولوسره هم دموکراسي منځته نه راځي . د شخصي،سياسي او ګروپي اغراضو د ترسره کولو لپاره چل ول او ټګي بره ګی هم د دموکراسۍ سره اړيکي نه لري . زمونږ په نظر ټاکلي اندازه سياسي پوهه ، صداقت او جدي اصوليت هغه مهم ټکي دي چې د روښانفکرانو په سمبالتيا او په عمومي توګه د واقعي دموکراتيک چلند په سرته رسولو کې اغېزمن رول لوبولی شي .
ما هغه وخت په ډاګه ورته وويل چې : د مختلفو نظرياتو، عقايدو او تګلارو دخاوندانو ترمنځ دګډ پلاتفورم او جبهې جوړولو لپاره خپل منځي پوهاوي ( تفاهم ) ته اړتيا ده ، خو هغه څوک چې په ګډه سره يوه موخه تعقيبوي او د عين ډول نظرياتی اصولو پلويان وي ، هغوی بايد د ګډې سياسي تګلارې له مخې په اصولي توګه سره يوځای شي . د داسې کسانو لپاره د پوهې او صداقت په څنګ کې ترهرڅه دمخه سم تشکيلاتي اصول ډېر اهميت لري . د روڼ اندو د دا ډول تشکيلاتو په اړه مې په مشخصه توګه يادونه ورته وکړه چې : د دې لپاره چې په راتلونکي سمبالتيا کې د ډېرو بدبختيو مخه ونیولای شو ، ښه به وي چې په خپلو منځونو کې د سلاوو او مشورو له ليارې د هرې ډلې او نظرياتي ګروپ څخه يو يو استازی او د بې پلوه منفردو کسانو څخه په نسبي توګه زيات شمېر استازي د سمبالتيا مشرتابه ته وړاندې او د بشپړ تاييد لپاره په غونډه کې د ګډون کوونکو رايې ورباندې واخلو . پردې برسېره د سمبالتیا کميټې اجرائيه هيئت دې يواځې او يواځې له بې پلوه کسانو څخه جوړ شي . په دغه صورت کې به د راتلونکي سمبالتيا (انسجام ) په فعاليت کې له يوې خوا د ډلو او ګروپونو په ګډون د ټولو روښانفکرانو نظر موجود وي او له بلې خوا به د روڼ اندو راتلونکي کړه وړه تر ډېره بريده د بېځایه زور ازماينو ، بې مفهومه جنجالونو او ستومانوونکو لانجو او مشاجرو څخه وژغورل شي .
پوره يو کال وروسته، د جرمني هېواد دکولن په ښارکې د افغان روڼ اندو د دوه ورځنی سيمينار په ترځ کې مې د روڼ اندو د سمې سمبالتیا لپاره لا صريح او رغنده وړانديز ورته وکړ . هغه داسې چې : له هر ډول توپير پرته دې ټول خواره واره روڼ اندي ، ملي او مستقل شخصيتونه ، ټول کيڼ لاسي او ملي ګوندونه او ډلې د ملي ګټو پر بنسټ د ګډې ملي تګلارې له مخې په پراخ ملي غورځنګ کې يو ځای سره سمبال شي ، خو دغه سياسي بهير هغه وخت په بريالۍ توګه پراختيا موندلی شي چې :
الف – د سمبالتیا په مشرتابه کې له هرې ډلې څخه يو يو استازی او د ناپېيلو کسانو څخه د ټولو ډلو د استازو د شمېر په اندازه استازي، ګډون وکړي ؛
ب – د غورځنګ د مشرتابه اجرائيه هيئت بايد په سياسي، اقتصادي ، کلتوري او ټولنيزو چارو کې د ناپېيلو روڼ اندو او ملي شخصيتونو له منځ نه د خورا مجربو،صادقو او د کاروړ کسانو څخه جوړ شي، ترڅو په بشپړه توګه د ملي ګټو اصل په عمل کې پلی کړای شي . کله چې د غورځنګ ګډه تګلاره تصويب شي ، غړي ګوندونه او ډلې دې په نوموړي غورځنګ کې خپل ځانونه په رسمي توګه منحل کړي او د تصويب شوي کړنلارې له مخې دې د هېواد د هراړخيزې ابادۍ او سمسورتيا لپاره په رښتيا سره ملا وتړي .
ج – د سمبالتيا د مشرتابه پر غړو دې له هر ډول وېرې او ډار څخه پرته، د دوی د اصوليت او فعاليت پر بنسټ په پرله پسې توګه نوي کتنه ترسره کيږي ، ترڅو بشپړه مساعده مشري د ټاکلي مودې په اوږدو کې تثبيت او د سمبالتيا فعاليت خپل ځانته د ثبات بشپړه دموکراتيکه بڼه غوره کړي .
د دې وړانديز په څنګ کې مې دا يادونه هم ورته وکړه چې ښايي ځينې کسان د روڼ اندو د سمبالتيا لپاره دې ډول چلند ته د انتقاد ګوته ونيسي او ووايي چې په بشپړه توګه دموکراتيک نه دی . د دغه ډول تصور په ځواب کې مې ورته وويل چې دا رنګه انتقاد د پوهيدو وړ دی ، خو دا هم بايد هېر نه کړو چې مونږ يواځې په غوښتنه ، دستور او يا فرمان سره دموکراسي نه شو منځته راوستلای . زمونږ هېوادوالو او په خاصه توګه افغان روڼ اندو په خپل هېواد کې د لومړي ځل لپاره د دموکراسۍ څرک وليد . لکه څنګه چې په يوه ګل نه پسرلی کيږي ، نو هماغسې د دموکراسۍ په ايله څرک سره هم سملاسي بشپړه دموکراسي منځته نه شي راتلای . د دموکراسۍ په لور بايد په زياتې حوصلې سره ورو، ورو پاخه او اصولي ګامونه اوچت کاندو . مونږ بايد د تېر وخت په شان دومره بيړه ونه کړو چې خپلې نېکې او د زړه هيلې ته د سترګو په رپ کې ځانونه ورسوو . دا ډول هوس عملی امکان نه لري . مونږ نه شو کولای چې کتابي ليکنې سملاسي ټکي په ټکي عملي کړو . عيني نړۍ له کتابي او خيالي نړۍ څخه توپير لري .
په ډېر تأسف سره بايد ووايم چې په هغه وخت کې دغو وړانديزونو ته ان هغو کسانو هم ژور پام ونه کړ چې د افغان روڼ اندو د سمبالتيا لپاره يې زما څخه هم زياتې هلې ځلې کولې .
د پېښو بهير ځای پر ځای نه دريږي،په مختلفو وختونو کې دمختلفو شرايطو په منځته راتګ سره د پېښو شکلونه او منځپانګې بدلون مومي . د منځته راغليو بدلونونو په وړاندې پخوانی او زوړ چلند د ګټې پر ځای تاوان رسوي . په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د هېواد سياسي او ټولنيز حالات د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ ميلادي کلونود سياسي او ټولنیزو حالاتو په پرتله ډېر توپير لري . په هغو کلونو کې د دموکراسۍ د تمرين په پلمه په اسانو شرايطوسره بېشمېره ګوندونه جوړ او بيا په رسمي توګه راجستر شول . په هر ګوند کې د پخوانيو ګروپي اړيکو له مخې د همګټو کسانوهغه مشرۍ پخې شوې چې دغه کوچنوټي ګوندونه يې د خپلو سياسي ، شخصي او ګروپي ګټو د لاسته راوړلو لپاره راجستر کړي وو . هغوی داسې ګوندونه غوښتل چې د خپلو کړو وړو په لړ کې يې د دوی ځانګړي ګټې خوندي کړي وای . دوی همېشه هڅه کوله چې يواځې د تشو ، احساساتي ، خيالي او غير عملي شعارونو په وړاندې کولو سره د خپلو ګوندونو ساده ، صادقې او زرباوري ليکې په ځان پسې بوزي .
د دغو ګوندونو خورا اسان راجستر د هغوی مشران تشويق او پر خپلو ځانونو دومره غُره (مغرور)کړل چې ان د خپلو ليکو سلاوو ته يې هم غوږونه نه نيول . واقعيت دادی چې ددې ګوندونو رښتينو ليکو د زړه له کومې غوښتل چې د نورو همنظره ګوندونو د ليکو سره په اصولي توګه يوځای شي ،خو دګوندونو مشرانو يې د رنګارنګ پلمو په جوړولو سره تر اوس پورې د دې کار مخه ډب کړي ده .
اوس د سياسي ګوندونو د راجستر شرايط بدل شوي دي . کوچني ګوندونه د دې توان نه لري چې د خپلو ليکو لپاره لس زره کسان ومومي . د پوهنمل نوزادي د ليکنې سره سم يا به سره يوځای کيږي او يا به ورک کيږي . ورک کول خو د هېچا هم نه خوښيږي ، مجبور دي چې سره يو ځای شي . خو د چا سره او څنګه ؟
طبيعي خبره ده چې هر څوک به د هغه چا سره يوځای کيږي چې يو وخت يې ګډې موخې سره درلودې او تر اوسه هم د هغوموخو د لاسته راوړلو ادعاوې لري . خود مورنيو ګوندونوله منځ څخه د بېلا بېلو ګوندونو راوتنه له ورايه څرګندوي چې هغوی په خپل پخواني ګډ ژوند کې د يو او بل پر وړاندې د هر ډول مشروع او نامشروع چلند څخه ګټه اخيستي وه . که چېرې اوس هغوی د ورک کيدو له وېرې د يو او بل سره دبيړنيو يوځای کيدو په پلمه سم او دقيق تشکيلاتي اصول په نظر کې ونه نيسي، کلک باور لرم چې د سياسي مبارزې پرځای به يې د پخوا په څېر دبېځايه ستونزو سره د ناوړه مبارزې ناخوالې په برخه وي .
زه پوهېږم چې سپينې خبرې ترخې وي او د ډېرو کسانو نه خوښيږی . خو زما په اند د هېواد د رښتيني سياسي غورځنګ د ايجاد په پيل کې ترخې خو سپينې خبرې د ماستماليو په نسبت ډېرې ګټورې دي . نو ځکه په واحد ملي سياسي غورځنګ کې د همفکرو روڼ اندو، مترقي او هېوادپالو ګوندونو دارګانيک يوځای کيدو لپاره يو ځل بيا اړينه ګڼم چې که چېرې هغوی ته زما مخکيني وړانديزونه د منلو وړ وي ، نو د خپلې سمبالتيا په ډګر کې دې لاندې اساسي ټکو ته په سمه توګه پام و کړي :
الف – تر هرڅه دمخه ضرور ده چې د دې ګوندونو د مشرتابه هيئتونه له خپلو اوسنيو دندو او مسئوليتونو څخه په خپله خوښه لاس په سر شي ؛
ب – د هر ګوند د ليکو له منځ څخه دې د پوهې، صداقت او اصوليت له مخې يويو يا درې درې اويا پنځه پنځه کسه د راتلونکي سياسي غورځنګ د مشرتابه لپاره په دموکراتيک ډول غوره شي ؛
ج – د بې پلوه کسانو له منځ څخه دې هم دټولو ګوندونو د غوره شويو کسانو د شمېر په اندازه استازي د غورځنګ مشرتابه ته په دموکراتيک ډول انتخاب شي؛
د – د سياسي غورځنګ لپاره دې داسې نوم غوره شي چې د هغه د تګلارې ، کړنلارې اوورځنيو کړو وړو سره بشپړ سمون ولري ؛
ه – د غورځنګ د مشرتابه اجرائيه هيئت دې يواځې او يواځې د بې پلوه کسانو له استازو څخه جوړ شي او د غورځنګ رئيس دې هم بې پلوه سړی وټاکل شي ؛
و – د غورځنګ د مشرتابه په ترکيب باندې دې د هغوی د پوهې ، صداقت او جدي اصوليت له مخې په پرله پسې توګه غور کيږي؛
ز – د غورځنګ ښکتني سازمانونه دې هم د پورتني اصل له مخې سمبال شي ؛
ح – کله چې دغه ډول تشکيلاتي بهير په بريالۍ توګه بشپړ شي ، اړونده ګوندونه دې په هغه کې په رسمي ډول خپل ځانونه منحل کړي .
څرګنده ده چې د رښتيني سياسي غورځنګ د تأسيس په پورتنۍ لاره کې ډېرې ستونزې او خنډونه شته ، خو مهم کارونه همېشه د ستونزو او خنډونو سره مل وي . که چېرې څوک له ستونزو او خنډونو څخه ډاريږي، نو بيا ښه ده چې له لومړي سر څخه دداسې کارونوپه سرته رسولو باندې لاس پورې نه کړي . د خلکو رښتينی خذمتګاران او د خپل هېواد ملي ګټو ته ژمن کسان بايد خپلې شخصي،عقيدوي او ملي ګټې په داسې سياسي سازمان کې ولټوي چې په څرګنده توګه د هېواد د روښانه راتلونکي زيری د ځان سره راوړای شي .
په هغه صورت کې چې د نوموړو کوچنيو سياسي ګوندونو لپاره پورتني تشکيلاتي اصول د منلو وړ نه وي ، زما په اند به ښه وي چې د بيړنيو يو ځای کيدو پرځای د عدليې وزارت د ګوندونو د نوي قانون له مخې منحل او په دغه اوسني مکروبي شکل کې د هېواد له سياسي ډګر څخه بيخي ورک شي . يواځې په دغه صورت کې به د دوی بې واکه ليکو ته دا موکه په لاس ورشي چې د پراخ سياسي غورځنګ د جوړ ولو لپاره د بې پلوه روڼ اندو سره په ګډه ګټورې هلې ځلې پيل کړي .
په هېواد کې د پراخ ، پياوړي او ځواکمن سياسي ځواک دجوړولو په هيله !