د هندوستان لومړى وزير نن په يوه درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ورسېدئ.
دا په تيرو ٢٨ کلونو کي د هندوستان د يوه صدراعظم لومړى سفر دئ، چي سعودي عربستان ته يې کوي.
راپورونه وايي د من موهن سنګ ته د سعودي د دفاع وزير سلطان بن عبدالعزيز په هوايي ډګر کي ښه راغلى ووايه او وروسته د پاچا عبدالله بن عبدالعزيز له خوا د ځانګړي مېلمه په حيث وپالل سو.
سعودي ته د من موهن سنګ د سفر هدف د منځني ختيځ او جنوبي آسيا پر امنيتي حالاتو او د دواړو ملکونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي همکاريو خبري کول په ګوته سوي دي.