کور / تازه خبرونه / سعودي: له طالبانو سره اړېکى نه لرو

سعودي: له طالبانو سره اړېکى نه لرو

د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل په رياض کي د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل له افغان طالبانو سره هيڅ راز اړېکى نه لري.
سعود الفيصل وايي له هغه راهيسي چي د اسامه بن لادن پر سر د طالبانو د امارت او سعودي د حکومت اړېکى خراب سو، بيا يې له طالبانو سره تماس نه دئ نيولى.
د سعودي حکومت پر داسي مهال له طالبانو سره اړېکى ردوي چي د افغانستان حکومت له سعودي څخه د طالبانو سره په مذاکراتو د مځګړتوب غوښتنه کوي.