د کابل امنيه قومندان عبدالرحمان رحمان او د جنايي جرمونو د ادارې رئيس عبدالغفار سيدزاده د کورنيو چارو وزير ته خپله استعفاء وړاندي کړې ده.
د امريکا سي، اين، اين ټلوېزون دکورنيو چارو وزارت د وياند زمري بشري په حواله خبر ورکوي چي وزير له دوى څخه غوښتي چي تر هغو دي له دندو نه ګوښه کېږي چي د جمعې د ورځي د ځانمرګو بريدونو څېړنه يې نه وي بشپړه کړې.
تر اوسه معلومه نه ده چي د د دوى استعفاء به د وزير له وخوا ومنل سي او که به بيرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.
بايد وويل سي چي په تيرو اتو کلونو کي دا لومړى ځل دئ چي يو امنيتي چارواکى په دنده کي د پاته راتلو په خاطر له وظيفې څخه استعفاء ورکوي.