په هلمند ولايت کي د يوې چاودني له امله ١١ ملکي کسان مړه سوي دي.
د هلمند ولايتي مقامات وايي دغه چاودنه نن د يکشنبې په ورځ په نوزاد ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي يو ټراکټور پر ماين برابر سو او د دوو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ١١ تنه پکښي مړه سول.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي د ټراکټور په ټېله کي ناست کسان ټول د يوې کورنۍ غړي وو..