پاکستاني پوځ وايي د کوهاټ په نيمه قبايلي سيمه آدم خېل دره کي ١٧ مړي موندل سوي چي په وينا يې د پوځ سره په جګړه کي وژل سوي دي.
پاکستاني پوځ ويلي په دې سيمه کي يې له څو ورځو راهيسي د سړي تښتوونکو غلو پر ضد عمليات شروع کړي چي دغه کسان هم د دې ډلي څخه شمېرل کېداى سي.
د پوځ په وينا په آدم خېل دره کي يوه ډله موجوده ده چي د پېښور او نورو سيمو څخه دولتي چارواکي او خانان تښتوي وروسته يې د پيسو په مقابل کي خوشي کوي.