کور / تازه خبرونه / کندهارپوليس ،دخلګونه همکاري دامنيت دخرابوالي لامل دى

کندهارپوليس ،دخلګونه همکاري دامنيت دخرابوالي لامل دى

كندهار والي د كندهار له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په امنيتي تدابيرو كې شته نيمګړتياوې ليرې او امنيت تامين كړي.
ډاكټر توريالي ويسا د كندهار د ۱۰ امنيتي حوزو آمرين ورغوښتي وو او له هغوى يې د كندهار ښار د امنيتي ترينګلتيا لاملونه وپوښتل.
تېره اوونۍ كندهار د يو لړ امنيتي پېښو شاهد و، چې د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي وژل كېدل يې يوه څرګنده بېلګه بلل كېږي.
د كندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې وايې چې د امنيتي حوزو آمرينو د امنيتي پرسونل كموالى او له پوليسو سره د خلكو نه همكاري د امنيت د خرابوالي عمده لاملونه وبلل.
د سرچينې په وينا، د حوزو آمرينو له كندهار والي وغوښتل چې امنيتي پرسونل په ځانګړي ډول پوليس زيات كړي، تر څو د امنيتي پېښو مخه ونيول شي.
سرچينه وايي، ښاغلي ويسا له دوى سره ژمنه وكړه چې د پرسونل د كموالي ستونزه به يې له كورنيو چارو وزارت سره په تفاهم هواره كړي.
ښاغلي ويسا همدا راز امنيتي حوزو آمرين وهڅول چې له خلكو سره د ښه چلند له لارې د هغوى همكاري راجلب كړي.
د كندهار د امنيتي چارو د سمون لپاره دا نوى ګام داسې مهال پورته كېږي، چې د كندهار ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزي د كورنيو چارو له وزارته غوښتي وو، چې د امنيتي وضعيت د څېړنې لپاره كندهار ته يو پلاوى راولېږي.