په چيلي کي پرون د ريختر په حساب اته اعشاريه اته درجې زلزله وسوه چي په ځينو سيمو کي يې درانه ځاني او مالي تاوانونه ورسول.
د چيلي حکومت وايي په کانسيپشن ښار کي څه باندي ٣٠٠ کسان د زلزلې له امله مړه سوي دي، خو د سونامي خطر له منځه تللى دئ.
پرون د امريکا او جاپان د مځک پوهني ادارو په بحرالکاهل سمندر کي د سونامي د راتلو خبردارى ورکړئ چي د نړۍ ٥٣ هيوادونو خپل خلګ د ممکنه سېلابونو د راتګ څخه خبر کړي وو.
تازه رپوټونه وايي بېله جاپان څخه چي لا اوس هم له ساحلي سيمو څخه خلګ مرکزي سيمو ته انتقالوي د نړۍ نورو هيوادونو ويلي د سونامي خطر له منځه تللى دئ، خو جاپان وايي د دوى هيواد اوس هم له ممکنه سېلاب سره مخ دئ.