د يوسېډ ايډيانيو پروګرام د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو د ۲۶ ولسواليو پر نږدې ۱۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه د څه باندې ۲۵۰۰۰۰ نيالګيو کرلو کمپاين بشپړ کړ. دا بهير، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ، د ختيزو ولايتونو د کرنې رياستونو په نږدې همکارۍ تر سره شو.
په دې نيالګيو کې زړي لرونکې مېوې (الوچه، زردالو، شفتالو او بادام)، مڼې، انار، سره املوک، ستروس ( نارنج، مالټه، ليمو او کينو) او ځنګلي بوټي (ابليټس، سپيدار او توتان) شامل ول چې د ځايي کرنيزو کارپوهانو په تخنيکي مرسته وکرل شول. له دې مرستې د ختيزې سيمې شاوخوا ۲۵۰۰ کليوالې کورنۍ برخمنې شوې.
د نيالګيو کرلو دا کمپاين د يوسېډ په مرسته د پخوانيو کمپاينونو په دوام رامنځته شو، خو په دومره توپير چې دا ځل بڼوالو د نيالګيو نيمايې قيمت پرېکړ.دا ښيي چې د باغدارۍ په پراختيا کې د يوسېډ بوختيا يو بدلون راوستی چې کروندګر يې د دې جوګه کړي چې پر خپلو باغونو پخپله پانګونه وکړي.
دا هڅې به په راتلونکيو څو کلونو کې د مېوو توليد په لوړولو او ځنګلونو بيارغولو کې اغېزمنې ثابتې شي. د ايډيانيو پروګرام د باغدارۍ څانګې يوه کارپوه، امان الله اتل، وويل: ((له کرنې رياستونو سره په ګډه، موږ د توليد زياتولو او له مارکيټونو سره د کروندګرو نښلولو ترڅنګ انساني چاپېريال ته د ورپېښو ګواښونو کمولو ډاډ ورکوو. ))
د ايډيانيو د کر نې ساحوي کارکوونکيو د مستحقو کسانو په غوره کولو، د هغوی د ونډو په راټولولو، او له هغوی سره د باغونو پر نخچه کولو نږدې درې مياشتې ولګولې. ساحوي کارکوونکي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ترويج مامورين به خپلې تخنيکي مرستې ته دوام ورکوي او دا به يقيني کوي چې د هر باغ بوټي تر سالمې پالنې لاندې دي.
تر هغې چې په راتلونکيو درېو کلو کې نيالګي پر مېوو نيولو پيل کوي، د بوټو تر منځ به سبزيجات کرل کېږي چې د باغ پالنې لپاره به کافي مالي امکانات برابروي.
د دې کمپاين د اړتيا وړ ټول نيالګي د ښځو په مرسته چلېدونکو ۶۱ نرسريو په ګډون ۲۷۱ ځايي نرسريو توليد کړي. د ځايي نيالګيو استعمال به په ختيزه سيمه کې د نرسرۍ سکتور پياوړی او له بهره د راواردېدونکيو ټيټ کيفيته نيالګيو مخنيوی وکړي.
ايډيانيو هڅه کوي چې له کروندګرو سره د لوړ کيفيته مېوو په توليدولو کې مرسته وکړي، له عصري کرنيزو لاروچارو سره يې اشنا کړي او له سيمييزو او ملي بازارونو سره يې ونښلوي چې کرنيز توليدات يې زيات او کروندګر تر پخوا ډېره ګټه تر ګوتو کړي.