دمارجې اونادعلي دبيځايه شويوکډوالوسره دکندهارددرملي خدماتوداتحاديې له لوري ديونيم ميليون افغانيوپه ارزښت درملومرسته وشول .
پدغودرملوکې انتيوبيوتيک دعصبي اوساري ناروغيوضددرمل شامل دي .
مرسته شوي درمل دهلمندولايت دکډوالواوعامي روغتيادرياستونوپلاوي ته وسپارل شول .
دکندهارددرملي خدماتوداتحاديې مشرحاجي رحم الدين اغا لراوبرته وويل چې دمرسته شويودرملووزن پنځه ټنه دى چې يونيم ميليون افغانۍ مالي ارزښت لري .
دنوموړي په ويناچې دغه درمل يې دکندهاردټولودرمل پلورونکودمرستې په مټ چمتوکړي .
په وينايې چې دهلمندولايت دمارجې اونادعلي والسواليودوروستيوجګړه ځپلوکورنيودلاس نيوي په موخه يې دغه مرسته چمتوکړې .
دمارجې اونادعلي والسواليودپوځي عملياتوله وجې ،چې نږدې درې اونۍ وړاندي پيل شوي له ٣ زروڅخه زياتې کورنۍ له خپلومېنوڅخه لښکرګاه ،نيمروزاوکندهارولايتونوته کوچېدلي .
دهلمندولايت دکډوالودرياست استازى وايې دالمړى ځل دى چې دملي پانګه والوله لوري دمارجې اونادعلي دبيځايه شويوکورنيوسره پدغه کچه مرسته کېږي .