د هلمند د عملياتو تر بشپړېدو وروسته به په كندهار كې هم ورته پوځي عمليات پيل شي.
دا خبره په كندهار كې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال شېرمحمد ځاځي وكړه.
جنرال ځاځي لراوبرته وويل د اميد په نامه دغه عمليات به د كندهار په ټولو ناامنه په ځانګړي ډول ګڼ مېشتو سيمو كې تر سره شي.
د جنرال ځاځي په وينا، د دغو عملياتو لپاره پر پلان جوړولو كار روان دى او تمه ده چې د نوي لمريزكال په لومړيو كې پلى شي.