کور / تازه خبرونه / انډونيزيا اسټراليا ته تلونکي ٩٣ افغانان ونيول

انډونيزيا اسټراليا ته تلونکي ٩٣ افغانان ونيول

د انډونيزيا په جاوا کي ٩٣ افغان کډوال نيول سوي دي.
د سوکابومي سيمي پوليس وايي دغه افغانان يې نن د شنبې په سهار هغه مهال ونيول چي يو ميني بس موټر يې ودرواوه.
د پوليسو په وينا دوى له انډونيزيا څخه د قاچاق وړونکو په وسيله اسټراليا ته وړل کېدل.
پوليسو ويلي په دغه کسانو کي پنځه تنې ښځي او درې ماشومان هم شامل دي.
انډونيزيا نيژدې هره مياشت په لسهاوو هغه افغانان نيسي چي د قاچاقچيانو په وسيله اسټراليا ته د اوښتلو هڅه کوي.