کور / تازه خبرونه / اسټراليا: اسرائيل دي د خپل جرم وضاحت وکړي

اسټراليا: اسرائيل دي د خپل جرم وضاحت وکړي

د اسټراليا حکومت د اسرائيلو پر حکومت باندي فشار اچولئ چي د هغه جعلسازي په هکله معلومات ورکړي، چي د اسټراليا هيواد درې پاسپورټونه يې د موساد غړو ته د حماس د مشر په قتل کي کارولي وه.
د اسټراليا صدراعظم د اسرائيلو له حکومت څخه په ټينګه د دغه جعلکارۍ په باب د جواب غوښتنه کړې ده. لومړى وزير کيون روډ وايي په جعلي توګه په يوه سياسي قتل کي د اسټراليا د پاسپورټونو کارول په خپل ذات کي يو ډېر دروند جرم دئ چي بايد اسرائيل يې جواب ورکړ.
د دوبۍ حکومت دوې اونۍ دمخه د هغو ١١ شکمنو کسانو عکسونه او پاسپورټونه خپاره کړل، چي د محمود المبوح په قتل کي د لاس لرلو شک پر کېدئ.
د دوبۍ د پوليسو مشر وويل د اسرائيلو استخباراتي شبکې د آيرلنډي، برتانوي، فرانسوي، جرمني او اسټراليايي پاسپورټونو څخه په استفادې خپل جاسوسان دوبۍ ته د محمود المبوح د قتل دپاره داخل کړي وو.
د اسرائيلو د دې جرم په هکله بېله اسټراليا کوم بل هيواد له دغه هيواد څخه وضاحت نه دئ غوښتى.