کور / تازه خبرونه / هندوستان: د اټوم پوهانو مرموز قتلونه روان دي

هندوستان: د اټوم پوهانو مرموز قتلونه روان دي

په هندوستان کي د دغه هيواد د اټومي ساينسپوهانو مرموزو وژنو د دې هيواد په چارواکو کي اندېښنې راپارولي دي.
حکومت وايي د پنځو ورځو په جريان کي د دغه هيواد دوه اټومي ساينسپوهان د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوي، چي په يوه کال کي يې شمېر درو کسانو ته ورسېد.
د هند حکومت وايي د اندراګاندي د اټومي څېړنيز مرکز د پروفيسر آنتهانرايانن مړى د کېرلا ايالت مرکز چيناى ته نيژدې د ريل ګاډيو په پټلي کي په داسي حال کي وموندل سو، چي د فبروري له ١٥ – مي راهيسي ورک وو.
همدا راز پنځه ورځي دمخه د بهابها په نوم د اټومي څېړنيز مرکز د يوه بل پروفيسر مهاديون پدمانهان مړى پوليسو د هغه په خونه کي وموندئ. نوموړى د قاتلينو له خوا په رسيو تړل سوئ او وروسته يې پر سر باندي وهلى وو.
د تېر کال په جون کي د ايل مهالينګام په نوم يو بل اټومپوه هم وژل سوئ وو، چي نه يې تر اوسه چا مسئوليت پر غاړه اخيستئ او نه هم حکومت په دې تور څوک نيولي دي.