سرچینه : فایننشیل ټایمز او واشنگټـن پـُست
دري ژباړه: ډاکتر حمید سیماب
پښتو ژباړه: رحمت آریا
د آنډرو هگنز[1] لیکنه : د واشنگټن پـُست د بهرنیو چارو د گزارشونو له یوې برخې څخه
د کابل بانک څښتن شیرخان فرنو په افغانستان کې په بډو ولاړه او فساد پراخوونکې پانگوالنه روزي
کابل دوشنبه د فبرورۍ ۲۲. ۲۰۱۰ زکال
خو د کابل بانک د سروال د دغو پرتمینو لــَورینو د ازانگو غږ په هیواد کې د امریکا له ملاتړه د برخمنو نازولو ځواکمنو په اړوند لږ څه ټیټ وو. په دغو سربادي پیرزوینو کې د ښاغلي کرزي کورنۍ او د هغه د حکومت پلویانو ته د څو میلیون ډالري پورونو ورکړه گډون لري چې په ډوبۍ کې ورباندې ښکلې کوټۍ او کورونه واخلي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرځېدا وروسته، د کابل بانک او د کرزي پر شپول د راتاو شوې کړۍ ترمنځ اړیکې د یوه کاواکه او رامنځته شوي لړزېدونکي رژیم د انځور یوه بیلگه ده چې واشنگټن ورباندې له ۴۰ میلیارډو ډالرو پورته پانگه اچولې او د خپل حکومت څه دباندې ۹۰۰ حکومتي غړو ژوند ېې په پښو کې ورته بلهاری کړی دی. په دې مانا چې دغه انځور د یوه بډه ورکوونکې او فساد پالې پانگوالۍ یوه بیلگه ده چې له اړیکو او تړواوونو برخمن سیاستوال ېې په پانگو او شتمنیو کې ډوب کړي او افغان ولس ته ېې له ویرې، گواښ او ناهېلې پرته بله ډالۍ نه ده راوړې.
کله چې د کابل بانک له بنسټ ایښودونکي او رﺋـیس شیرخان فرنود څخه په ډوبۍ کې د اخیستل شویو کورونو او ځمکو په اړوند د مرکې غوښتنه وشوه او دا چې د فارس د خلیج ددغه امیرواکه هیواد د شتمنیو د ریاست د لاسوندونو پربنسټ ولې دغه ښکلې کوټۍ او ښایسته کورونه یوازې او په خپله د فرنود په نامه ثبت شوي دي نوموړي وویل:« پوهیږم هغه څه چې کوم سم نه دي، څه مې له لاسه نه کیږي، مگر دا افغانستان دی. دغه کسان نه غواړي چې نومونه ېې رسوا شي.»
د افغانستان اوسنیو قوانینو د پور اخیستونکو پرمخ له هیواده دباندې د پوراخیستنې مخه تړلې ده، دغه قوانین د پیسو په راکړه ورکړه کې رڼه راکړه ورکړه د لاسوند پربنسټ غواړي. خو د کابل بانک د څښتـنانو په گډون د ډوبۍ په پورونو کې ښکیل چارواکي وايي چې د خوږو او پریمانو پیسو د تگ راتگ او کښته پورته کېدنې جرړه په ډیریو برخو کې د قانون په پرتله په ژورو دودیزو اړیکو کې پرته ده چې دغه اړیکې نه غیرمجاز او نه غیر معمول پیژندل شوې دي. د کابل بانک او د هغه له قاعدې وتلو څښتنانو د څرگندې ونډې گزارش مخکې نه وو ورکړ شوی. دغه گزارش چې د ځمکو د ثبت د وثیقو، د عامه لاسوندونو، په کابل، ډوبۍ ، ابوظبي او مسکوکې د مرکو پر بنسټ جوړ شوی ټول ېې لاسوند «مستند» شوی دی.
ډیریو ښکیلوکسانو خورا هڅه کړې چې له کابل بانک څخه د ترلاسه شویو گټو او د بانک د څښتـنانو د پټو سترگو د پېرزوینو پرمخ پټه پرده وغوړوي. د بېلگې په توگه د ښاغلي کرزي مشر ورور او د کرزي پخوانی مرستیال دواړه په ډوبۍ کې داسې ماڼۍ گانې لري چې د ښاغلي فرنود تر نامه لاندې ثبت شوي دي. د کابل بانک اجراﺋـیوي مدیران وايي د ډوبۍ د دغو او پخوانیو پورونو د ورکړې سوابق چې یوه برخه ېې د شیرخان فرنود له پلوه ورکړ شوې د دغه بانک په حسابي دفترونو کې نشته. په دغو معاملو کې د هغو کورونو اخیستنه ځای لري چې د کرزي د اکا د زوی او د ولسمشر د اوسني لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د ورور له پلوه ترسره شوي دي ، فهیم هغه خطرناکه جگړه مار دی چې په ۲۰۰۱ زکال کې د امریکا د متحده ایالاتو له ځواکونو سره په نیږدې همکارۍ کې ېې د طالبانو د رژیم په پرځولو کې لاس درلود.
د افغان بانکوالو د ثبت او ضبط له حسابه د وتلې راکړې ورکړې بیلانس پاڼې په داسې حال کې له گواښه ډکې دي چې واشنگتن پر طالبانو پوځي دباو ډیر کړی او کولای شي د جگړې په ډگر کې پرمختگ له شنډ او خنډ سره مخامخ کړي. د افغانانو په منځ کې له پینځو په سلو کې لږ کسان بانکي حسابونه لري، په حساب لرونکو کې سرتیري او د څارندوی ساتونکي دي چې خپلې تنخواوې د کابل بانک له لارې ترلاسه کوي. د امریکا د متحده ایالاتو یو مأمور چې د افغانستان مالي چارې څاري په دې آړ یا شرط چې له یوې خوا رسنیو ته د مالوماتو د ورکړې واک نه لري او له بلې خوا نوم ېې وانه خیستل شي موږ ته وویل : افغان بانکونه ظاهرأ پریمانه پیسې لري خو که مالي کړکیچ رامنځته شي هغه کسان چې په بانک کې پیسې لري نو« دهیل لرونکي چای پیاله په لاس به د پیسو اخیستلو په لیکه کې خپل وار ته» ونه دریږي بلکه « کلاشنیکوفونه به په لاسونو کې
د کابل بانک اجراﺌـیوي مدیران د بیلابیلو مرکو په لړ کې د کابل بانک د کړو وړو او په ډوبۍ کې د کور پيرودونکو په اړوند داسې ویناوې لري چې له یو بل سره په ټکر کې دي. د کابل بانک ۴۶ کلن رﺌـیس ښاغلي فرنود چې د اروپا د ۲۰۰۸ ز کال د جوارۍ «قمار» په نړیوالو لوبو کې یې د ۱۲۰۰۰۰ ډالرو جایزه د لندن په یوې کازینو « جوار یگرځي / قمار ځي» کې وگټله او د پیسو په راکړو ورکړو کې ېې ښه سر خلاصیږي په لوړ غږ او ډاډه زړه ویل چې « دوی پور اخیستونکي دي او په کابل بانک کې حسابونه لري.» خو د کابل بانک د حسابي چار مشرپلټونکی «سر مفتش» راجا گوپالا کریشنان ټینگار کاوه چې د ورکړل شویو پورونو پیسې نیغ په نیغه د کابل بانک له لوري نه دې ورکړل شوې. نوموړي د دغو پیسو سرچینه له بیلابیلو څانگو څخه وښودله چې له کابل بانک سره تړښت لري په ځانگړې توگه د( شاهین د اسعارو د تبادلې) له څانگې څخه چې څښتن ېې ښاغلی فرنود دی، په کابل بانک کې ۱۶ ونډه وال دي او ښاغلی فرنود د ۱۶ واړو په استازیتوب ددغې څانگې ریاست په غاړه لري او د څانگې مرکزي دفتر ېې د کابل بانک په ودانۍ کې دی. د حسابي چارو دغه پلټونکي ( مفتش) وویل فرنود گومان کوي چې بانک اوتر بیلابیلو نومونو لاندې د استازیتوب بیلابیلې څانگې (ټول په یوه دیگي کې د یوې ښوروا خوند) دی مگر له حقوقي اړخه ټولې څانگې په ډیر ډاډ له یو بل څخه جلا او بیلې دي.
نوی پرمختلونکی اقتصاد
که له یوه اړخه ورته گورو نو له ۲۰۰۱ زکال راپه دیخوا چې په هیواد کې د ارزښت وړ یو خصوصي او اقتصادي بانک شتون نه درلود کابل بانک د یوې نښرغاندې ( نماد) په توگه رامنځته او تر نن پورې ېې ډیر بدلون کړی دی. کابل بانک په هیواد کې ۶۰ سیمه ېېزې څانگې پرانیستلې دي او په دې وروستیو کې ېې خبر خپور کړی چې د نورو ۲۵۰ نویو سیمه ییزو څانگو په درشل کې دی او ادعا کوي چې دوی ته له یو میلیارد څخه زیات ډالر، له یوه میلیون څخه زیاتو افغان مشتریانو، ورکړي دي. سره له دې چې افغانستان یو بې وزلې هیواد دی او د هیواد له ټولو گوډو ماتو او ستونزو سره سره د هیواد د رسمی اقتصاد د ودې، د نیشه ېي توکو له سوداگرۍ څخه د ترلاسه کیدونکو گټو او هیواد ته د پریمانو بهرنیومرستو د راکټېدلو له شامته بیا هم په افغانستان کې کلنی سرانه عاید ۱۵ په سلو کې وده کوي خو د کابل بانک د ودې لامل پر دغو پیسو باندې د بانک په ډکیدلو کې پروت دی. ددغو پیسو ډیرۍ برخه د مجاز یا مشروع گټې تر نامه لاندې او پاتې برخه ېې د حق اخیستـنو، باج ورکوونو ، او د هغو تړاوونو او جوړجاړیوتر پردې لاندې د هیواد پر یوه ډیر کوشني لږکي ویشل کیږي چې د هیواد تر ټولو غوره سیاسي کړۍ ، امنیتي کسان او سوداگر له یو بل سره نښلوي. پایله دا کیږي چې له یوې خوا د واشنگتن په خوښه میخ شوي د هیواد مالي بنسټونه د آزاد بازار میخکټي گرځي او له بلې خوا د هغوی د سیاسي ملگرو، واکمنو او څښتنانو لپاره د سپما په بې خرتو کڅوړو او د خلیفه په کیسو بدلیږي. د بېلگي په توگه کابل بانک د هغې پیسه سوځوونکې او د تاوان په حال کې هوايي کرښې ورځنی لگښت ورکوي چې په ورځ کې درې ځلې د کابل او ډوبۍ ترمنځ الوتنه کوي. د بانک اجراﺌـیوي مدیرانو پروسږکال د ولسمشرۍ د درغلنو ټاکنو په لړ کې د ولمسشر کرزي د بیا ټاکنې د کمپاین لگښت په غاړه واخیست چې د ولسمشرمشر ورور محمود کرزی او د ولسمشر د ټاکل شوي مرستیال ورور، حسین [3] فهیم دواړه په څنگیز « قسمي» ډول د بانک په څښتـنـولۍ کې ونډه لري. فرنود چې اوس خپل ډیری وخت په ډوبۍ کې تیروي وویل دی غواړي په «نورماله» ډول خپل «بیزنس» پرمخ یوسي، فرنود زیاته کړه چې له خپلو شته رسمي اړیکو څخه هېڅ ډول گـټه او د هیڅ چا لــَور او پیرزوینه نه ترلاسه کوي. هغه وویل: دده په نامه د ځمکو او شتمنیو ثبتیدل په دې مانا دي چې په ډوبۍ کې د ځمکو او شتمنیو له شته کړکیج سره سره به بیا هم د کابل بانک پیسې خوندي وي او که پوراخیستونکي د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ شي نو له هغو څخه په اسانه د هغوی ځمکې او شتمنۍ بیرته اخیستلای شي.
د ډوبۍ د ځمکواو شتمنیو لاسوندونه او د بانک له اوسنیو او پخوانیو اجراﺌـیوي مدیرانو سره مرکې دې ته نغوته کوي چې فرنود او د هغه د بانک شریکان د ډوبۍ پر ځمکو اوشتمنیو لږ تر لږه تر ۱۵۰ میلیون ډالرو پانگه اچولې ده. د هغوی ډیرې ځمکې او کورونه په «نخل جمیره » یا د خرما پاڼې ته ورته په یوې مصنوعي جزیرې کې دي؛ په دغې جزیرې کې د ډېر ارزانه کور بیه له دوه میلیونو ډالرو پورته ده. میرویس عزیزي چې پخوا د فرنود کار وباري شریک وو اوس ېې له فرنوده لاره بیله او واټن ېې ورڅخه نیولی دی، هغه اوس د عزیزي بانک په نامه یو سیال بانک پرانیستلی دی، عزیزي هم له کابل بانک څخه د لا تیاره او نا ډاډه برخلیک په چاپیریال کې د ډوبۍ پرځمکنیو شتمنیو پانگې اچولي او لیږدولې دي. په ډوبۍ کې د عزیزي د پانگې اچونې شرکت چې مشري ېې عزیزي کوي د « نخل جبل علي » د ځمکو پر « نــُـمرو » چې چارې ېې سوکه او له خنډونو سره مخامخ دي پراخه پانگه اچولې ده. عزیزي د مرکې بلنې ته ځواب ور نه کړ. د هغه زوی فرهاد وویل چې پلار ېې د مرکې لپاره وخت نه لري.
پر خصوصي بانکونو د څار پازوالي او پر بهرنیو ځمکو باندې د کشالو، او د هغوی د مخنیوي د پلتنې چارې د افغانستان د مرکزي بانک « د افغانستان بانک» په غاړه دي. د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک د په پښو درولو لپاره په میلیونونو ډالره لگولي دي خو افغان او امریکايي مأمورین وايي سره له دې چې د افغانستان مرکزي بانک ورځ په ورځ د مسلکي کیدلو پر لور درومي بیا هم له یوه پیاوړي سیاسي ځواک او سوک څخه برخمن نه دی. د افغانستان بانک رﺋـیس عبدالقادر فطرت وویل چې د هغه کارمندانو د ډوبۍ د ځمکنیو شتمنیو په اړوند دده په وینا د « گنگوسو» ( پلټنه په ځیر او پریکنده ډول کړې ده) مگر « تراوسه ېې څه شی نه دي موندلي». فطرت چې پخوا ېې په واشنگتن کې ژوند کاوه تیره میاشت ېې کابل بانک ته د منظمو پلټونکو یو پلاوی ولیږه. نوموړي وویل چې « د افغاني پورونو د رښتوني خاپ موندنه ډیر گران کار دی» ځکه « موږ نه پوهیږو چې څه په چا پورې اړه لري ؟»
د ولسمشر کرزي له ورور محمود کرزي سره د کابل بانک راکړه ورکړه ددې ټکي په پوهیدا کې له موږ سره مرسته کوي چې ولې دا چارې په داسې ډول دي. محمود کرزی چې د امریکا په بالتیمور کې یو افغاني خوړنځی لري لومړی ېې په یوې مرکې کې ویلي ول چې نوموړي لومړی په نخل جمیره کې د ۵،۵ میلیونو ډالرو په بیه یوه ماڼۍ په کرایه نیولې ده چې همدا اوس له خپلې کورنې سره یو ځای په کې ژوند کوي. هغه وروسته په بله مرکه کې وویل چې له کابل بانک سره د کور د پور یو غیر رسمي تړون لري او له دې درکه هره میاشت ۷۰۰۰ ډالره ټکټانه (سود) ورکوي. محمود کرزي چې د کاله د څښتنولي لاسوندنه چې د فرنود په نامه دي وویل « عجیبه وضعیت دی. پوهیدا ېې ځکه گرانه ده چې دا د بیزنیس معموله لاره نه ده.» محمود وویل هغه ۵،۵ میلیونه ډالره چې له بانک څخه ېې په پور اخیستي دي په هغو ېې په بانک کې ۷،۴ په سلو کې بانکي ونډه پیرودلې ده؛ خو د بانک سرمفتش گوپالاکریشنان وايي چې د بانک هېڅ لاسوند د ولسمشر ورور ته د پور د ورکړې څرگندونه نه کوي.
په نخل جمیره کې د فرنود په نامه یوه بله ماڼۍ ثبت شوې چې په کې احمد ضیا مسعود له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي، احمد ضیا مسعود له ۲۰۰۴ ز کال نیولې د تیر کال تر نوامبر پورې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وو. د ماڼۍ د څښتونلۍ لاسوندونه ښيي چې دغه ماڼۍ د ۲۰۰۷ ز کال د دسامبر په مېاشت کې لومړی په ۲،۳ میلیونو ډالرو د مسعود د ماندنیې په نامه و پیرودل شوه خو وروسته د څښتونلۍ رسمي لاسوند د فرنود په نامه ثبت شو. احمدضیا مسعود چې د شوروي ضد چریکي نامتو بولندوي احمدشاه مسعود ورور دی وویل د ماڼۍ څښتن فرنود دی او له دې ” چې فرنود زما نیږدې ملگری دی” ” زما کورنۍ ته ېې اجازه راکړې چې په تیرو دوه وو کالو کې په دغې ماڼۍ کې د کراېې له ورکړې پرته ژوند وکړم” احمد ضیا مسعود زیاته کړه ” موږ به یوځای فوټبال کاوه. موږ د شطرنج لوبه کوله”. خو فرنود وویل سره له دې چې ماڼۍ « زما په نامه ده» څښتن ېې«په حقیقت کې » مسعود دی او په هغه پورې اړه لري.
د افغانستان د ولمسشر د اوسني لومړي مرستیال ورور، حسین فهیم، یو بل گټه اخیستونکی دی چې د کابل بانک له دغو د پیرزو ینو او لورینو څخه ېې خورا گټه اخیستې ده. نوموړي له فرنود څخه پیسې واخیستې تر څو د ۶ میلیون ډالرو په بیه یو ماڼۍ و پیري چې د معمول خلاف دده په نامه ثبت ده. نوموړی چې ددغه بانک د څښتنانو په ډله کې دی له بانک څخه ېې په میلیونونو ډالر په پور اخیستي او غواړي په افغانستان کې خپلې کمپنۍ ورباندې وچلوي.
خلیل الله فیروزي چې د کابل بانک د ورځنیو چارو د اجراﺌـیه رﺌـیس په توگه کار کوي د کابل بانک په مرکزي دفترکې د یوې مرکې په لړ کې وویل نه پوهیږي چې څومره پیسو خپله مخه د ډوبۍ پر لور تاو کړې ده. که د کرزي خپلوان او یا نور « په ډوبۍ یا آلمان کې ځانته کورونه اخلي دا د هغوی کار دی.» نوموړي زیاته کړه چې « کابل بانک نیغ په نیغه ډوبۍ ته پور نه ورکوي.» فیروزي چې پخوا ېې د گرانبیو کاڼو او گاڼو سوداگري کوله وویل د کابل بانک ټولې چارې ډېرې سمې او گـټورې دي ، بانک څلور سوه میلیونه ډالره نغد او نغدیدو ته چمتو ډالر لري چې د افغانستان په مرکزی بانک کې یې په امانت ایښې دي. نوموړي وویل کابل بانک دومره تر ستوني له پیسو ډک دی چې بانک ته د ۳۰ میلیونو ډالرو په بیه د یوې نوې ښیښه ېې ودانۍ د جوړولو په درشل کې دی او ځلانده ښیښې به ېې ټولې د مرمۍ ضد وي. دغه بانک په میلیونونو ډالره د « خدمات امنیتي خراسان» په نامه د یوه شخصي پوځي امنیتي شرکت پر ساتونکو لگولي دي چې د شرکت د راجستر د لاسوندونو پر بنسټ نوموړی شرکت مخکې د فیروزي تر مشرۍ لاندې وو خو د شرکت چارې اوس د فیروزي ورور پرمخ بیایي.
د کابل بانک جرړۍ د پخوانۍ شوروي له څټه راخیږي. فیروزي او فرنود دواړو په شوروي اتحاد کې زده کړې وکړې او د خپلې سوداگرۍ (بزنس) چارې ېې له ۱۹۷۹ زکال وروسته کله چې شوروي پر افغانستان تیری وکړ راپیل کړې. کله چې فرنود په مسکو کې ژوند کاوه نو د کابل او مسکو تر منځ ېې د پیسو د « حوالې» د چارو مشري په ډیر بریالیتوب پرمخ بوتله. د روسیې د محکمو لاسوندونه څرگندوي چې د فرنود ترلاس لاندې لس تنه کارکوونکي په ۱۹۹۸ز کال کې ونیول شول او وروسته د غیرقانوني بانکي جرمونو په تور محمکه شول. فرنود په روسیه کې د نیول کیدلو او په افغانستان کې د طالبانو له ویرې د خپلې سوداگرۍ ټولې چارې ډوبۍ ته راولیږدولې. نوموړي په ۲۰۰۴ ز کال کې په بله وینا په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرځېدا درې کاله وروسته د کابل بانک د پرانیستلو جواز ترلاسه کړ. فرنود، خپله په ډوبۍ کې ثبت شوې د «شاهین د اسعارو د بدلولو» اداره د کابل بانک پورتني پوړ ته راولیږدوله او د بانک د مشتریانو د پیسو لیږدولو ته ېې ملا وتړله. د بانک د مشر پلټونکي یا سرمفتش په وینا د «شاهین د اسعارو د بدلولو» ادارې د تیر کال په اوږدو کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالره له افغانستانه ډوبۍ ته لیږدولي دي.
وروسته کابل بانک، له سیاسي اړیکو د برخمنو نویو ونډه والو منلو ته ملا وتړله. په دې ډله کې یو ېې د ولسمشر مشر ورور محمود کرزی او بل یې فهیم د ولسمشر د مرستیال ورور وو چې خپله ونډه ېې د خپل تنکي زوی په نامه ثبت کړه. فهیم وویل چې د ده د شرکتونو له ډلې څخه دوه وو شرکتونو ېې له کابل بانکه ۷۰ میلیونه ډالر پور کړي دي. هغه وویل چې د خپلوانو او دوستانو ترمنځ د پور ورکړه او پوراخیستنه نه یوازې په افغانستان کې ښه او منل شوی دود دی ځکه د یوه ټینگ حقوقي سیستم په نشتوالي کې د سود او سودبازیو کاروبار د رسمي تړونونو یا قرادادونو پر منځټکي نه څرخي بلکه دغه ډول راکړې ورکړې د خپلمنځي ډاډ او باور پر شپول راڅرخي. هغه وویل « افغانستان ، اروپا یا امریکا نه ده. افغانستان له صفره راپیل کړې ده.»
د فهیم گـټه او کاروبار د هغو پروژو د تړونونو یا قراردادونو له شامته تر لاسه شوی چې پیسې ېې بهرنیانو د پروژو لپاره ورکړې دي، ددغو پروژو له ډلې څخه یوه ېې په کابل کې د امریکا د سفارت یوه څنگیزه ودانۍ او په ټول هیواد کې د سي آی اې د بیلابیلو مرکزونو لپاره د ودانیو د جوړولو پروژې دي چې د فهیم د گـټو غوټۍ او کڅوړې ورباندې ښې غوړیدلې دي. د سي آی اې د مرکزونو د ودانیو په ډله کې یوه ېې هم په خوست کې یوه لیرې پرته اډه ده چې په دې وروستیو کې د دسامبر په مېاشت کې یوه ا ُردني جهادي ۷ تنه امریکایان د یوې ځانوژونکې برید په ترڅ کې په کې ووژل. فهیم وايي « زه د گټود ترلاسه کولو لپاره ښې شېبې په لاس کې لرم.»
« د وحشي آسونو په څیر»
په دې وروستیو کې کابل بانک دهواﺌـي کرښې او هواﺌـي شرکت چارو ته هم لاس غځولی دی، کابل بانک د پامیر د هواﺌـي کرښې په نامه د توکو د لیږد رالیږد یوه شرکت ته چې څښتنان ېې فرنود، عزیزي او فیروزي دي ، پور ورکړی دی. د پامیر هواﺌـي شرکت ۴۶ میلیون ډالره په څلورو زړو بوﺌـینگ ۷۳۷ – ۴۰۰ الوتکو و لگول او د امریکا د سلوَر سپیرنگ پخوانی استوگن د ولسمشر د اکا زوی هاشم کرزی ېې د « لوی سلاکار» په توگه ور ټاکلی دی. فرنود وویل چې هاشم کرزي ته ېې لږ پیسې ورکړې دي چې ورباندې د ډوبۍ په نخل جمیره کې ځانته کوټۍ و پيري. هاشم کرزي د یوې ټیلفوني مرکې په لړ کې وویل چې اخیستل شوی ځای په حقیقت کې یو ډول پانگه اچونه وه او د پانگې اچونې لپاره ېې لږ پیسې له فرنود څخه پور کړې دي خو د پور د اخیستلو غټې او وړې خبرې دده په یاد نه دي ؛ هغع وویل چې «باید له خپل حسابي کاتب سره ېې وگورم». نــُور دلاوري چې د کابل بانک د غوړیدا او ودې په شپو ورځو کې د کابل بانک رﺌـیس وو وویل: فرنود او د هغه ترلاس لاندې کسان د « وحشي اسپونو په څیر دي» هغوی « هېڅکله د قانون او مقرراتو پروا نه ده کړې.» دلاوري وویل د کابل بانک له لارې په ډوبۍ کې د اخیستل شویو شتمنیو او ځایونو پر راکړو ورکړو خبر نه دی خو زیاته ېې چې ده هم په خپله د ډوبۍ په دغه امیرواکه هیواد کې د څه ناڅه ۲۰۰۰۰۰ ډالرو په بیه ځانته یوه کوټۍ اخیستې ده.
د افغانستان بانک اوسني رﺋـیس عبدالقادر فطرت هڅه کړې چې د خپل سیال، کابل بانک، پر وړاندې له پریکنده چلند څخه کار واخلي خو په دې لاره کې ېې دومره بری نه دی ترلاسه کړی. د افغانستان مرکزي بانک د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې ، بانکوالو ته یو لیک په ترخه ژبه ولیږه، په لیک کې ویل شوي ول چې ددې ترڅنگ چې هغوی پر « امنیتي ساتونکو او مرمیو ضد موټرانو» بې ځایه پیسې لگوي او «سیاستوالو ته بې خرته پیسې ورکوي» هغوی ته امر وشو چې «په سیاسي سکالو کې خپل بې پرې توب وساتي». کابل بانک نیغ په نیغه ددغه امر برخلاف گام پورته کړ. د کابل بانک اجراﺋـیوي رﺋـیس فیروزي د ولسمشري په ټاکنو کې د کرزي له کمپاین سره یوځای شو او د بانک رﺋـیس، جواریگر ( پوکرباز) فرنود د کرزي د کمپاین د ملاټړ لپاره په ډوبۍ کې د مرستو راټولوغونډې او بانډارونه جوړ کړل. له دغو غونډه څخه یوه ېې په نخل جمیره کې د کرزي د ورور په کاله کې جوړه شوه.
د کرزي حکومت هم دغه ځوانمردۍ بې ځوابه پرېنښودلې. اوس د ښوونې او روزنې ، د دفاع او کورنیوچارو د وزارتونو د ډیریو ښوونکو، افسرانو، سرتیرو، ساتونکو او پولیس تنخواووې د کابل بانک له لارې ورکول کیږي. دا په دې مانا ده چې د عامو وگړو په لسگونو میلیونه ډالره د کابل بانک د چینلونو له لارې په خوځښت کې دي. د کار دغه ډول تگلاره هک پکوالی رامنځته کوي ځکه دولتونه معمولأ په دومره کچه ډېرې پيمانه پیسې د یوه خصوصي بانک له لارې نه بمبه کوي.
ولسمشر کرزي د خپلې ولسمشرۍ د دویم پير له لوړې لږ څه وروسته په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د یوه کنفرانس په لړ کې وینا وکړه او هغه مأمورین ېې تر کلکې نیوکې لاندې ونیول چې ” په دولتي منصبونو کې له ټینگیدا یو یا دوه کاله وروسته بډای کیږي او په ډوبۍ کې کورونه اخلي.» کرزی تیره مېاشت د لندن په لورې د غونډې په موخه والوت چې په هغې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنتن او د نړۍ نورو مشرانو گډون کړی وو ؛ کرزي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې پر هغو سریښناکو تړاوونو او ټلوالو به د پای ټکی کښیږدي چې دده د واکمني لمنه ېې په خپلو خاپونو ککړه کړې ده. په دغه کنفرانس کې فرنود چې اوس ډیپلوماتیک پاسپورت لري ، او فیروز چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ېې د کرزي د بیا ټاکل کیدا لپاره د کرزي د مالي چارو د سلاکار دنده درلوده او په ډوبۍ کې د یوې کوټۍ څښتن هم دی گډون کړی وو. د فیروز په وینا « له کابل بانکه پرته نه کرزی شته او نه کوم حکومت.»
ددغه گزارش په جوړولو کې په کابل کې جوشوا پارتلو[4] او په ماسکو کې ځانگړې خبریالې انا ماستروا [5] برخه درلودله.
اخځ: وگورﺉ
http://www.ft.com/cms/s/0/c73eeaf2-1f85-11df-8975-00144feab49a.html
http://www.washingtonpost.com/ac2/wp-dyn/NewsSearch?sb=-1&st=Kabul+Bank&x=10&y=13
لاندې انځوریز لښتنلیک وگورﺉ :
په ډوبۍ کې د هغو افغانانو د ځمکو اوشتمنیو راکړه ورکړه چې له کرزي سره نښلي
هغه شرکتونه چې د څښتنولي ولکه ېې په افغانستان کې د لوی ترینه خصوصي او کارموندونکي بانک، د کابل بانک د بنسټ ایښودونکي په لاس کې ده اوپه ډوبۍ کې ددغسې شتمنیو او ځایونو د پیرودلو لپاره ېې هغو کسانو ته پیسې ورکړي دي چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره اړیکه لری
[1] Andrew Higgins
[2] Paris Palace
[3] Haseen Fahim
د واشنگټن پـُست په گزارش کې دغه نوم په پورتني ډول لیکل شوی دی او باید تیروتنه شوي وي. د « مارشال صاحب» د وروڼو نومونه نه پيژنم چې سم نوم ېې دلته راواخلم خو هغه څه چې لیکل شوي ول کټ مټ مې راواخیست.
[4] Joshua Partlow
[5] Anna Masterova