کور / تازه خبرونه / هلمند: د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون ۷ ونيول شول

هلمند: د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون ۷ ونيول شول

افغان ځواكونو د هلمند په ناوه ولسوالۍ كې پر طالب وسله والو د يوه بريد پر وخت اوو طالبان نيولي دي، چې په دوى كې ده يې د دې ډلې قومندانان دي.
دغه خبره د هلمند وياند داود احمدي رسنيو ته يې كړې، نوموړي ويلي، زموږ ملي پوځيانو د جمعې په ماښام د ناټو ځواكونو په مرسته په ناوه ولسوالۍ كې د طالبانو پر پټنځايونو بريد وكړ چې د دې ډلې د دوه ځايي قومندانانو ملا اسدالله او ملا عبدالله په ګډون يې اووه طالبان ونيول.
ده دا هم ويلي چې دواړه قومندانانو په سيمه كې د بمونو ښخولو لارښودان او د طالب جنګياليو مشران وو.
دا په داسې حال كې ده چې په تېرو څو ورځو كې د طالبانو د ډلې مشران او غړي په پاكستان او افغانستان كې سر پر سر نيول كيږي.