کور / تازه خبرونه / تازه خبر: پاکستان دوه نور طالب مشران ونيول

تازه خبر: پاکستان دوه نور طالب مشران ونيول

د طالبانو مشر ملامحمدعمر اخند ته نيژدې کس ملامحمدطيب او د بيت الله مسود نيژدې ملګرى حکيم الدين مسود په کراچي کي نيول سوي دي.
پاکستاني استخباراتي شبکې ويلي ملا طيب او حکيم الدين مسود يې د کراچي ښار په سعيدآباد کي د پټو معلوماتو پر بنسټ د چاپې پرمهال نيولي دي.
پاکستاني مقاماتو که څه هم ملامحمدطيب په قوم پوپلزى بللى او د طالبانو مشر ملامحمدعمر اخند ته نيژدې کس يې ګڼي، خو که رښتيا هم ملاطيب د ملامحمدعمراخند نيژدې کس وي، بيا نو پوپلزى نه بايد ملاطيب آغا وي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملامحمدعمر اخند په دفتر کي طيب آغا هغه کم عمره ځوان وو چي د هغوى د مطبوعاتي مسئول په توګه يې کار کاوه، نوموړي په انګليسي او عربي ژبو رواني خبري کولې او د طالبانو له ډېرو رازونو خبر وو.
د ملاطيب د نيولو په هکله طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې دمخه يې د نورو لوړ پوړو مشرانو ملابرادر، مولوي عبدالکبير او نورو نيول د دوى پر ضد دروغجن تبليغات بللي دي.