کور / تازه خبرونه / برتانيه: ښايي شپږکاله په افغانستان کي پاته سو

برتانيه: ښايي شپږکاله په افغانستان کي پاته سو

د برتانيې د پوځ لوړ پوړى جنرال ډيويډ ريچارډ وايي برتانيه به د ٢٠١١ کال په ترڅ کي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت را کم کړي او تر هغه پنځه کاله وروسته به له افغانستان څخه راووزي.
جنرال ډيويډ ريچارډ چي دوه کاله دمخه په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان وو، وويل د افغانستان سره به د برتانيې اوږدمهالي پوځي مرستي رواني وي، خو ښايي پوځي ماموريت د شپږو کالو په جريان کي ختم کړي.
نوموړي وروسته له هغه دغه څرګندوني کوي چي تېره مياشت د برتانيې حکومت ويلي وو دوى به له ٤٠ تر ٥٠ کلونو په افغانستان کي پاتېږي.
جنرال ډيويډ ريچارډ وويل د هلمند په مارجه کي د طالبانو پر ضد د مشترک په نوم عملياتو د پيلېدو يوه موخه هم دا ده چي برتانويان کرار کرار ځانونه راټول کړي.