کور / تازه خبرونه / د زرداري او نوازشريف د بهرنيو ملکيتونو څېړنه کېږي

د زرداري او نوازشريف د بهرنيو ملکيتونو څېړنه کېږي

د لاهور ستري محکمې پرېکړه کړې چي د پاکستان د ولسمشر او مخالف مسلم ليګ ګوند د مشر نواز شريف په ګډون د ١٧ سياستوالو بهرني ملکيتونه او بانکي حسابونه حانته معلوم کړي.
محکمې ويلي ډېرى پاکستاني سياستوال په اداري فساد کي لاس لري او د پاکستان د عوامو پيسې يې يا په بهرنيو بانکي حسابونو کي جمع کړي او يا يې په نورو هيوادونو کي ملکيتونه په رانيولي دي.
د پاکستان اوسنى ولسمشر آصف علي زرداري چي د دغه هيواد له ميليونرانو څخه دئ په محکمه کي اوس هم د اداري فساد، رشوت او غلاوو دوسيه لري.
همدا راز نوازشريف هم د خپل حکومت پر مهال په اداري فساد کي په لاس لرلو تورن دئ.
په ١٧ سياستوالو کي د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم شامل دئ چي محکمې يې د حسابونو د لټون غوښتنه کړې ده.