د اېران دولتي ټلوېزون د جندالله ډلي د نيول سوي مشر عبدالمالک ريګي هغه مرکه نشر کړه، چي نوموړي پکښي له امريکا سره پر اړيکو اقرار وکړ.
عبدالمالک ريګي وايي سي، آى، اې له دوى سره د پيسو او وسلو د مرستو ژمني کړي وې او دا مهال امريکا ځانته د القاعدې او طالبانو تر ځپلو د اېران مخنيوى هدف ګرځولى دئ، چي له امله يې په اېران کي د ډېرو ګډوډيو د خپرېدو امکانات موجود دي.
ريګي وويل امريکا ژمنه ورسره کړې وه چي د جندالله ډلي ته به هر ډول وسلې، بمونه او د روزني اډې جوړي کړي او همدا راز به د دوى بنديان خوشي کړي.
خو د مرکې تر خپرېدو وروسته د امريکا د دفاع وزارت د ريګي دغه څرګندوني په کلکه رد کړي او د اېران ډنډوره يې وبلل.
بلي خوا ته د اېران د استخباراتو مشر حيدرمصلحي وايي امريکا عبدالمالک ريګي ته افغان پاسپورټ جوړ کړئ وو، خو د افغانستان حکومت په دې هکله څه نه دي ويلي.
عبدالمالک ريګي د اېران د سني بلوڅانو مشر و چي د مخدره موادو له کاروبار څخه د اېران د حکومت تر مخالفت پوري ورسېدئ. نوموړى د فبروري پر ٢٤ مه د اېران د حکومت له خوا ونيول سو، چي په هکله يې بېلابېلي ادعاوي کېږي.
د اېران حکومت ويلي هغه د خپلو استخباراتي ځواکونو په مرسته په يوه بهرني هيواد کي نيولى، خو د جندالله ډله وايي د مشر په نيولو کي يې د افغانستان، پاکستان او اېران استخباراتو لاس درلودئ.