د پېښور او ننګرهار ترمنځ د تورخم لاره نن د يوې ورځي دپاره د ټرافيکو پر مخ تړل سوې ده.
د پښتونخوا ايالتي حکومت ويلي دغه لاره ځکه تړي، چي په پېښور کي د ميلاد النبي (ص) د لمانځني مراسم ترسره کېږي.
د پوليسو په وينا په پښتونخوا کي د افغان مهاجرو کيمپونو ته هم خبر ورکړل سوئ چي له ښار ته داخل نسي او دا ګام يې د امنيتي اندېښنو له کبله پورته کړئ دئ.