کور / تازه خبرونه / جاپان: د شديدي زلزلې او سونامي امکان موجود دئ

جاپان: د شديدي زلزلې او سونامي امکان موجود دئ

د جاپان هيواد د مځک پوهني ادارې په دغه هيواد کي د يوې سختي زلزلې او سونامي د راتګ امکانات په ډاګه کړل.
د مځک پوهني ادارې خبر ورکړئ چي په بحرالکاهل کي د جاپان ساحلي سيمو ته څرمه د ريختر په حساب ٣، ٧ درجې زلزله ريکارډ سوې چي د جاپان په ساحلي سيمو کي د سونامي د راتګ بېره پيدا سوې ده.
د جاپان د مځک پوهني د ادارې ترڅنګ د امريکا د مځک پوهني ادارې هم د دې پيښي د ممکنه راتګ پخلى کړئ دئ.