د جرمني پارلمان په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د پاتېدو موده يو کال نوره هم اوږده کړه.
د دغه هيواد پارلمان نن د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چي د روان کال په ترڅ کي به افغانستان ته ٨٥٠ نور پوځيان هم ولېږي چي په شمالي ولايت کي کندوز کي به له نورو سره ځاى پر ځاى سي.
د جرمني په عامو خلګو کي د افغانستان له پوځي ماموريت سره اختلاف ډېر سوئ وو، خو له دې سره – سره دې هيواد د نورو عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړه.
جرمني په افغانستان کي پخوا ٤٥٠٠ عسکر درلوده چي په روان کال کي د نورو په راتګ به ٥٣٥٠ تنو ته ورسېږي.