کور / تازه خبرونه / سپيني ماڼۍ په کندهار کي د عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ

سپيني ماڼۍ په کندهار کي د عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ

رويټرز آژانس د سپيني مانۍ په حواله وايي امريکا پلان لري چي په نيژدې وختونو کي په کندهار کي هم مارجې ته ورته عمليات شروع کړي.
دغه لوړ پوړي چارواکي چي نوم يې نه دئ اخيستئ نن د فبروري پر ٢٦ مه رويټرز آژانس ته ويلي اوباما ويلي که د نوي ستراتيژۍ برياليتوب غواړئ بايد سږکال کندهار د طالبانو له محاصرې څخه خلاص سي.
کندهار تر پلازمېنې کابل وروسته د افغانستان دوهم غټ ښار دئ چي په وروستيو کلونو کي د طالبانو د مخ پر زياتېدونکي نفوذ له امله پکښي امنيت خراب سوى او له نړۍ والو ته يې د دې ښار د سقوط په هکله اندېښنې ور اچولي دي.