کور / تازه خبرونه / هندوستان: د کابل په حمله کي مو نهه کسان مړه سول

هندوستان: د کابل په حمله کي مو نهه کسان مړه سول

د هندوستان حکومت وايي سبا د شنبې په ورځ به کابل ته يوه ځانګړې الوتکه د هغو کسانو د راوړلو دپاره ولېږي چي نن د فبروري پر ٢٦ – مه په کابل کي ووژل سول.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت رسماً تايېد کړه چي په نننۍ حمله کي يې د يوه لوړ پوړي پوځي افسر په ګډون نهه اتباع وژل سوي دي.
د کابل په نوي ښار کي پر ساپي لنډ مارک او ډهلي هوټلونو باندي نننۍ حمله طالبانو ومنله او وايي ګڼ ښمېر بهرنيان يې پکښي وژلي دي.
بلي خواته د يوه پاکستاني په ګډون د اېټاليا حکومت هم په نننۍ حمله کي د خپل يوه ډيپلومات د مړيني خبر ورکړى دئ .
د کورنيو چارو وزارت وايي د نن ورځي حملې د بهرنيانو په ګډون ١٧ کسه مړه او تر ٣٠ ډېر ټپيان کړل، همدا راز يې خلګو ته په ميليونونو افغانۍ تاوان رسولى دئ.
په کابل کي د دې پوځي افسر د دندي په هکله څه نه دي ويل سوي، خو هرکله چي پاکستان په افغانستان کي د هندوستان د پوځيانو د سته والي خبره راپورته کړي افغان حکومت يې په کلکه ردوي.
بلي خواته د سياسي چارو افغان کارپوه قريب الرحمن سعيد وايي کابل د هندوستان او پاکستان د جګړې په ډګر بدل سوئ، دواړو هيوادونو ته ښايي چي افغانستان د خپل منځي لوبي ډګر ونه ګرځوي.
د قريب الرحمن سعيد اشاره د پاکستان استخباراتي ادارې ته ده چي وايي د خپلو کسانو په واسطه دغسي حملې ترسره کوي.