د پاکستان ولسمشر آصف زرداري د هغي واقعې په باب بخښنه وغوښته چي پرون د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د پوليسو د بې غورۍ له امله رامنځته سوه.
آصف زرداري چي پرون بلوچستان ايالت ته په څلور ورځني سفر ورسېدئ، په ورتګ يې د کوټي د آيرپورټ روډ، زرغون روډ او جناح روډ ټولي لاري د امنيتي اندېښنو له کبله تړلي وې چي له امله يې په رخشه کي د يوې مور ماشوم وزېږدئ.
د ماشوم پلار مومن خان وايي مېرمن يې د اولاد د ناروغۍ له کبله روغتون ته رسوله، خو پوليسو نه پرېښاوه، او تر ډېرو زاريو وروسته يې بيا هم اجازه ورنکړه.
د نوموړي په وينا تر څو ساعته انتظار وروسته يې مېرمن په رخشه کي لنګه سوه او زوى يې پيدا سو.
تر دې پېښي وروسته په ښار کي د حکومت پر ضد مظاهره وسوه او د پوليسو دغه کړنه يې د بشري حقونو خلاف کار وباله.
د پاکستان ولسمشر اصف زرداري او د بلوچستان وزيراعلى اسلم رئيساني د بخښني ترڅنګ په دې هکله د تحقيقاتو غوښتنه کړې او همدا راز آصف زرداري د ماشوم له پلار سره د پنځه لکه کلدارو مرستي اعلان وکړ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه