کور / تازه خبرونه / بشيربلور: اردو د پاکستان ملي ژبه نه ده

بشيربلور: اردو د پاکستان ملي ژبه نه ده

د پښتونخوا ايالت په پارلمان کي وروسته له هغه جنجال جوړ سو چي د پارلمان ځينو غړو له مولانا عبيدالله څخه وغوښتل چي په حکومتي چارو کي د پښتو پر ځاى اردو ژبه ووايي.
د پارلمان د دې غړو په جواب کي د پښتونخوا مشر وزير بشيراحمدبلور وويل اردو د پاکستان ملي ژبه نه ده، چي د پارلمان غړي خبري په وکړي او دا ژبه فقط د ولس د پوهېدو دپاره رامنځته سوې ده.
ښاغلي بلور وويل که اردو د پاکستان ملي ژبه واى چارواکو يوه معلوم قوم به خبري ورباندي کولاى او دولتي چارواکو به له پاکستان څخه دباندي هم ويلاى.
د ښاغلي بلور تر دې خبرو وروسته اردو پلوه غړو جروبحث شروع کړ او د غونډي د ګډوډۍ هڅه يې وکړه.
د غونډي تر ختم وروسته مشر وزير بشيراحمدبلور له مطبوعاتو سره په خبرو کي پر خپل دريځ ټينګ ودرېدئ او په وار وار يې ټينګار وکړ، چي اردو د پاکستان ملي ژبه نه ده.
د ښاغلي بلور دغه څرګندوني د مخالفي ډلي مشر اکرم خان دراني د پاکستان له اساسي قانون څخه سرغړونه وبلل.
د څېړونکو په وينا دا چي د پاکستان اداري وېش د قومونو پر بنياد سوئ، بلوچستان کي بلوڅي، پښتونخوا کي پښتو، پنجاب کي پنجابي او سند کي سندي ويل کېږي او له بلي خوا د دغه هيواد د حکومت ډول هم فدرالي دئ، ځکه خو د هر ايالت اوسېدونکي حق لري چي په دولتي او اداري چارو کي په خپلو ژبو خبري او ليک لوست وکړي.