د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خارجه وزارتونو په کچه مذاکرات چي پرون په ډهلي کي ترسره سول دواړو هيوادونو يې پر دوام موافقه وکړه.
د پاکستان د خارجه وزارت مرستيال سلمان بشير د خپلي سيالي نروپما راو سره په يوه خبري کنفرانس کي وويل دواړه هيوادونو به آينده هم دغسي غونډي وکړي چي د هند او پاکستان ترمنځ د بشپړ باور فضاء رامنځته سي.
د هندوستان د خارجه وزارت مرستيالي نروپما راو وويل هندوستان به د دې مذاکراتو لړۍ پرې نکړي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ د ٢٠٠٨ کال په آخره کي د ممبى تر حملو وروسته اړېکى خراب سو چي دا په تيرو دوو کلونو کي په لوړه کچه د دواړو هيوادونو لومړۍ ناسته وه.
د يوې پوښتني په جواب کي د هندوستان استازي نروپما راو وويل پاکستان په پرونيو خبرو کي د بلوچستان موضوع رامنځته کړه، چي د هندوستان له خوا بې بنياده وبلل سوه.
پاکستان پر هندوستان تور لګوي چي د بلوچستان په ناقراريو کي لاس لري او بلوڅ ملتپالو ته پيسې او وسلې ورکوي.
بلي خواته د پاکستان او هندوستان د چارو يوه څېړونکي وويل د مذاکراتو دپاره مذاکرات به هيڅکله د پاکستان او هندوستان مشکلات ختم نکړي، ځکه خو له پرونۍ ناستي د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيکيو کي د پرمختګ تمه په کار نه ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه