کور / تازه خبرونه / امريکا: د هوا د ککړوالي له امله هر کال ٢٣ زره تنه مري

امريکا: د هوا د ککړوالي له امله هر کال ٢٣ زره تنه مري

د امريکا د چاپېريال ساتني ادارې په يوه نوي راپور کي خبر ورکړئ چي دغه هيواد هر کال د چاپېريال د ککړوالي له امله ٢٣٠٠٠ تنه د لاسه ورکوي.
په دې کسانو کي ٦٠٠ تنه يوازي د غټو فابريکو د دودانو له کبله مري چي د امريکا د هوا د خرابۍ تر ټولو غټه وسيله ده.
د چاپيريال ساتني امريکايي انستيتوت په دغه راپور کي ويلي هغه فابريکې چي د ډبرو په سکرو باندي چلېږي د هوا د خرابوالي تر ټولو غټ علت دئ چي بايد د مخنيوي دپاره يې پر يوه متبادله لاره باندي غور وسي.