د لاهور محکمې د پاکستان د ولسمشر آصف زداري ته اختيار ورکړئ چي له اوسنيو دوو وظيفو څخه يوه انتخاب او بله پرېږدي.
محکمې د دې موضوع د څېړني په خاطر د قاضيانو يوه کمېټه هم تشکيل کړې چي د مارچ پر دوهمه به د څېړني په موخه کار پيل کړي.
د لاهور ستري محکمې ويلي آصف زرداري پر يوه وخت د پاکستان د ولسمشر او د پيپلز ګوند د مشر په توګه دوې دندي اجرا کوي چي په هيڅ صورت د انصاف او عدالت څخه کار نسي اخيستلاى.
محکمې ويلي زرداري ته ښايي چي يا له جمهوري رياست څخه او يا هم د پيپلز ګوند له مشرۍ څخه لاس په سر سي، ځکه جمهور رئيس د ټول پاکستان د ولس مشر دئ، خو پيپلز ګوند يوه ځانګړې سياسي ډله ده، چي خپل ځانته جلا تګلاره لري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه