کور / تازه خبرونه / په فابريکه کي د اور لګېدو له امله ٢١ تنه مړه سول

په فابريکه کي د اور لګېدو له امله ٢١ تنه مړه سول

په بنګلدېش کي د ټوکر جوړولو په يوه کارخانه کي د اور لګېدو له امله ٢١ تنه مړه او نيژدې ٥٠ کسان يې ټپيان کړل.
پوليس وايي دغه اور دونه شديد وو چي د اور وژني يوولسو موټرانو تر دوه ساعته پرله پسې عملياتو وروسته قابو کړ.
د غازي پور ښار د روغتون ډاکټران وايي په وژل سويو کسانو ١٣ تنې ښځي دي او همدا راز په ټپيانو کي هم ډېرى ښځي د سوځېدو له امله د مرګ سره لاس او ګرېوان دي.
په وژل سويو ښځو کي د يوې زوى د فابريکې پر مسئولينو د خپلي مور د مرګ پړه واچوله چي په وينا يې تر اورلګېدو وروسته يې د فابريکې تړلي دروازې ژر نه وې خلاصي کړي.
د بنګلدېش حکومت وايي تر اوسه په فابريکه کي د اور لګېدني اصلي علت معلوم نه دئ خو تحقيقات روان دي.