د لاهور ستري محکمې پرېکړه کړې چي په پاکستان کي نيول سوي طالب مشران بل هيواد ته نه سپارو.
د لاهور د ستري محکمې رئيس خواجه محمد وايي د افغان طالبانو دغه مشران په پاکستان کي د دغه هيواد د قانون پر اساس نيول سوي، ځکه خو يې امريکا او بل هيواد (افغانستان) ته نه سپارو.
دغه پنځه طالب مشران چي د رواني مياشتي په ترڅ کي په مختلفو سيمو کي پاکستاني استخباراتو نيولي د طالبانو نائب مشر ملاعبدالغني برادر، مولوي عبدالکبير، ملا عبدالسلام، ملاميرمحمد او د امير معاويه په نوم کسان پکښي شامل دي چي امريکا او افغان حکومت يې د ورسپارلو غوښتنه کوي.
تر دې دمخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي وو چي پاکستان به له نيول سويو کسانو څخه تحقيق وکړي، که يې دلته کوم جرم نه و کړئ افغان حکومت ته به يې وسپاري.
د لاهور محکمې که څه هم افغان حکومت د سپارلو يادونه نه ده کړې خو دا چي وايي دوهم هيواد ته به يې ونه سپاري په دې معنى دئ چي ښايي افغانستان ته يې هم له سپارلو ډډه وسي.
دا په داسي حال کي ده چي پرون د افغانستان جمهوري رياست د يوې اعلاميې په خپرولو وويل پاکستان ژمنه ورسره کړې چي طالب مشران به افغانستان ته حواله کړي.