کور / تازه خبرونه / د کابل په چاودنو کی شپږ بهرنیان هم وژل سوي دي

د کابل په چاودنو کی شپږ بهرنیان هم وژل سوي دي

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی د کابل په سهارنیو بمی چاودنو کی شپږ بهرنیان هم وژل سوي چی یو فرانسوﺉ ، یو ایټالوﺉ او څلور هندیان دي . فرانسوﺉ طالبانو مخامخ ویشتلی دی . ذبیح الله مجاهد فرانس پریس ته وویل چی موږ اته کسان ورلیږلي وو چی یوه یې خپل موټر د هندیانو د هوټل مخی ته وچاوداوه او دوو نورو ځانونه وچاودول او متباقی کسان اوس هم همالته دي . خبر وایی چی د موټر بمی چاودنه دومره شدیده وه چی د ماشین ټوټې پنځلس متره لیری پرتې وې او په سړک کی یې یوه لویه کنده جوړه کړې ده .