کور / راپور / د بلخ مېرمن د يوويشتمې اوونيزې غونډې راپور

د بلخ مېرمن د يوويشتمې اوونيزې غونډې راپور

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مېرمن كولتوري ټولنيز بهير د ۱۳۸۸لمريز د كب په ۶مه، يوويشتمه اوونيزه غونډه وكړه.
غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر، د مومند بابا ادبي بهير خونه كې ترسره شوه.
غونډه د ذهره كاكړ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې طيبې كاكړ تر سره كولې.
د غونډې مشره مېلمه اسيه احساس او كوربه زرغونه توخي وټاكل شوې.
په ازاده مشاعره كې طيبې كاكړ، زهره كاكړ، زرغونه توخي او اسيه احساس شعرونه او ټپې واورولې.
د غونډې كوربه زرغونه توخي د غونډې له ګډونوالو د نورو غړو د زياتوالي په اړه خبرې وكړې.
نوموړې زياته كړه چې د بهير غړې بايد هڅه وكړې چې له ځان سره هرې غونډې ته يوه نوې ملګرې راولي.
همداراز د غونډې ميمله اسيه احساس په غونډې د ګډون كولو له امله خوښي څرګنده كړه او زياته كړه چې خوښه ده د خپلو پښتنو خويندو تر څنګ يې په خپله ژبه د پوهېدنې وخت وموند .
د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس د غونډې ګډنوالې د مومندبابا ادبي بهير د كتابون څخه د كتابونو لوستنې ته وهڅولې.
نوموړي مېرمن بهير د بلخ د پښتنو مېرمنو لپاره د ښوونځي په توګه ياد كړ او زياته كړه چې دوى بايد له دې وخت څخه ډېره ګټه پورته كړي.