ستا دې قسم وي چې دا ستا محبت چا سره دی
زما زړه تا سر ه دی ، زما زړه تا سره
د وصال قول دې درواغ که په رښتيا سره دی
باور دې وشه چې مې سترګې همېشه وي لمدې
په تا عاشق يم خو روزګار مې له ژړا سره دی
د وصال قول دې درواغ که په رښتيا سره دی
ډېر زحمتونه مې په ځان دي که عبث يې بولې
يرېږم زه که ستا عادت جور او جفا سره دی
زه سيد مراد مين يم ياره ستا جمال باندې
دومره ښايست کله د ګل او د رڼا سره دی