ساراهمداسی چی توشلو ته کتلی، سورګل یی په یاد راغی او له ځانه سره یی ویل چی کاشکی اوس سورګل وای چی ورسره می توشلی کړی وای. انجلی له سورګل سره له ډیره وخته لوبی کولی. کله به چی له دروازی بیرون ووته نو سورګل به د دوی د کور مخی ته ناست او له دی به یی غوښتل چی ورسره توشلی وکړی. که څه هم چی په اوله کی ددی هم یاد نه وی چی څرنګه توشلی وکړی خو وروسته وروسته یی د سور ګل سره په لوبو لوبو زده کړه چی دا لوبه څرنګه کیږی.
اوس نو دا به چی کله کوڅی ته ووته شاو خوا به یی کتلی او که سورګل به یی نه لیده نو لاړ او د دریم کور په مخ کی به یی د انور، بشر، ناظم او نورو هلکانو سره توشلی کولی. دی به د توشله بازی سره خپل ورځ تیروله او کله کله به چی نورو انجونو په کوڅه کی لیدله نو له دی به غوښتل چی ورسره چینترو وکړی، د دی به چینترو نه خوښیده او تل به یی غوښتل چی له هلکانو سره توشله بورد وکړی. د سارا دا کار د نورو انجنو هیڅ نه خوښیده.
سورګل خو به له هلکانو سره توشلی کولی او کله کله به هلکانو دی لوبو ته نه پریښود نو دی به له دوی لری او له سارا سره توشلی شروع کړی. د سورګل نه خوښیده چی له بورده توشلی وکړی. سورګل مور له دی کاره منع کړی وو.
سورګل ته مور ویلی وو چی “له هلکانو سره له بورده توشلی مه کوه. له ځانه لویو هلکانو سره لوبی مه کوه. که بل څوک دی پیدا نه کړ نو له سارا سره لوبی وکړه. هغه ډیره ښه انجلی ده، پام چی ورسره جګړه ونه کیږی… پوه شوی.”
سورګل به تل د مور خبره منله. نو زیاتره به د ده له سارا سره لوبی کولی. سارا هم چی له ډیره وخته یی له سورګل سره لوبی کولی د هغی په خوی شوی وو او له هغه به چی لری وه، له نورو سره یی نه لږیده. سارا هم په لمړی ټولګی کی وه او سورګل هم په لمړی ټولګی کی وو، سارا به هره ورځ پلار په بایسکل ښوونځی ته رسوله خو سورګل به په پښو ښوونځی ته ته.
یوه ورځ چی سارا له ښوونځی راغله نو وروسته له ډوډی یی خپل کورنی کار ختم کړ. وروسته له هغه یی یو ساعت خوب وکړ او چی کله له خوب پاڅیده نو کوڅی ته ووته پدا هیله چی سورګل به بیا د دوی د کور مخی ته ناست وی ، خو هغه یی و نه لید. د کور شاو خوا وګرځیده خو هغه یی پیدا نه کړ نو همداسی د کور مخی ته کښیناسته پدی تمه چی سورګل به راشی خو څو دقیقی وروسته د جنوکو یوه ډله د دی مخی ته راغله او له هغی یی په خندا وپوښتل
“سورګل څه شو؟”
انجلی په حیرانتیا وواییل
“نه پوهیږم، چیری دی؟”
“هغه په روغتون کی بستر دی”
انجلی بیا وپوښتل
“ولی بستر دی؟”
“تاسو چی هره ورځ په مردارو خاورو کی لوبی کولی او ورسته له هغه به مو حتماً لاس هم نه مینځه له هماغه خاورو نه اوس هغه په نس ناستی اخته شوی. خدای خبر چی څنګه به شی.”
سارا چی له نس ناستی ډیره ویریده، له دی خبر سره نوره هم وویریده او له ځان سره یی هود وکړ چی نور به په مردارو خارو کی لوبی نه کوی. او که په پاکو خاورو کی هم لوبی کوی نو وروسته له لوبو به لاسونه په پاکو اوبو اوصابون مینځی.