کور / تازه خبرونه / د کابل په حملو کي ١٧ تنه مړه سول

د کابل په حملو کي ١٧ تنه مړه سول

په کابل کي د نننيو حملو په ترڅ کي ١٧ تنه مړه او تر ديرشو زيات ټپيان سول.
دغه چاودني چي په وسلو سمبالو ځانمرګو بريدکوونکو ترسره کړې طالبانو يې مسئوليت پر غاړه واخيستئ.
لومړنۍ چاودنه سهار په ښارنو کي د صافي لنډمارک هوټل ته څرمه رامنځته سوه چي خارجيانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې سيمه کي د ډيلي په نامه د هندوستان هيواد پوري اړوند يو هوټل هم موجود دئ چي هلته هم چاودنه ترسره سوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي د دې حملو له وجي د کابل سيټي سنټر په ګډون په لسګونو دکانونو او تجارتخانو ته سخت تاوان رسېدلئ دئ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي درې ځانمرګي هدف ته له رسېدو دمخه د پوليسو له خوا وژل سوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملو مسئوليت پر غاړه واخيست او وايي پنځو بريد کوونکو دوه مېلمستونونه چي يو صافي لنډ مارک او بل د هنديانو هغې دئ په نښه کړي دي.
د عيني شاهدانو په وينا بريدکوونکو تر دوو ساعتونو پوري له پوليسو سره مقاومت وکړ او تر ډېره وخته د سپکو ډزو ږغونه اورېدل کېدل، خو اوس وضعيت د پوليسو تر کنټرول لاندي راغلى دئ.
د پيښي ځاى ته خبريالان نه پرېښودل کېږي او سيمه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.