کور / تازه خبرونه / پاکستان کي ډيرى ميندي د بچي زېږولو پر مهال مري

پاکستان کي ډيرى ميندي د بچي زېږولو پر مهال مري

په ډېره اسماعيل خان مطبوعاتي مرکزکي دپيمان په مرسته دانټرمېډياله خوادژورناليستانولپاره يوورځنئ ورکشاپ ترسره سو، چي په کي دږوب اوډېره اسماعيل خان ترپنځوس زيات ژورنالستانوګډون درلود .
په دغه ورکشاپ کي دښځينه ناروغيومتخصصې ډاکټرشهنازې، دپروژې مشرنويداصغراومحمدافتاب عالم ژورناليستانوته دموراوماشوم دروغتياپه حقله بشپړمعلومات ورکړه .هغوي ووئيل چي پاکستان دنړۍ له هغوپنځوهيوادونويودئ، چيري چي ډېري زياتي ميندې دماشوم دزېږېدوپرمهال مري .اولامل ئې داسانتياونشتوالئ،بېوسي اوددولت دې ته نه پاملرنه ده .
پيمان اوانټرمېډيادغوستونزوته په پام سره دژورناليستانولپاره دداسي ورکشاپ دجوړولوتکل وکړ .څوخلګ درسنيوله لارې ددغوستونزوپه له مينځه وړلوکي له دولت سره همکاري وکړي .اوخپل رول ولوبوي .
ډاکټرشهنازې زياته کړه،چي دپاکستان په کليوالوسيموکي په سلوکي ٧٥ميندي خپل ماشومان په چټل چاپېريال اوداسانتياودنشتوالي په جريان کي زېږوي . چي دميندواوماشومانودمړيني ترټولوغټ لامل دئ .
ميندي بايددماشوم دزېږېدوله لومړي ساعت نه نيولې بياتردووکلونوپوري هغوي ته دمورشيدې ورکړي، څودماشوم له مورسره مينه زياته سي. دمورشيدې دماشوم ذهني سويه يا ائ کيو هم لوړوي .