واشنګټن پوسټ لیکلي چی د افغانستان څخه د کاله یو ملیارډ ډالره په غیر قانونی توګه متحد عربی اماراتو ته انتقالیږی . خبر وایی چی اوس ډیرﺉ افغانان هلته ځی او خپلي کورنۍ یې همالته استوګن کړي دي او ډیر مستریح ژوند کوی لاکن د دې پیسو منبع یې معلومه نه ده چی له کومه یې کوی . آیا هغه د مخدره موادو له درکه دي ، که اختلاس ، رشوت او یا نوری ذرایع دي . خبر زیاتوی چی هره ورځ د کابل او دوبۍ تر منځ درې الوتنی ( تګ راتګ ) کیږی او د کابل په هوایی ډګر کی مسؤلین دا پیسې په سترګو وینی خو خپل حق غواړی او اجازه ورکوی چی تیری یې کړي . راپور زیاتوی چی فساد خپل اوج ته رسېدلی دی او بهرنیان او افغانان دواړه دغه خارجی کرنسۍ انتقالوی او دا اوس یوه عادی موضوع ګرځېدلې ده .