: له کله نه چې دمرجې په سیمه د۱۵۰۰۰زروبهرنیو اوکورنیوپوځیانوعملیات پیل شوي هره ورځ دافغانستان د دفاع اوکورنیوچارو وزارتونه په دې سیمې کې دنویوپوځي بریاوو خبرونه ورکوي .
خوپه مشترکوعملیاتوکې دناټوشریک پوځیان بیا د دفاع اوکورنیوچارودوزارتونو دویندویانوبرخلاف هالته دموجودوواقعیتونو په نسبي مراعاتولوسره دخپلو پوځیانو دفعالیتونوترڅنګ دطالبانو دسخت مقاومت خبرونه هم دنړیوالوخبري رسنیوپه واک کې ورکوي.
دعملیاتوپه پیل کې خو هم دناټو اوهم دهغوﺉ افغاني شریکانو بلکل خبره داسې فرض کړې وه چې هسې مارجې ته په سر ورښکاره کولوسره به طالبان له دغې سیمې نه فرارته په قرارترجیح ورکوي اویابه ټول د۱۵۰۰۰کسیز ځواک په مټ اسیران ، اوپه اصطلاح دقانون منګولوته سپارل کیږي ،خودمارجې استراتیژیکې اراضي ته په ورننوتلو اوهالته دطالبانوله لوري دخښ کړل شویو ماینونو په لوموکې له راګیریدلو وروسته مشترکینوته داپته ولګیده چې خبره خودومره آسانه نه وه لکه چې دوﺉ فرض کړې وه.
اوس چې دمارجې دناانډوله جګړې له پیل نه پوره لس ورځې تیریږې دمشترکینو تخمین شوي اټکلونه یوپه بل پسې تروخت تیر اودهغوﺉ دنهایي پایلوترلاسه کولولپاره متعددې نیټې ټاکلې کیږي.
دغه عملیات چې دخپل پوځي اهمیت له مخې یې اوبامادسپینې ماڼې له انټرنیټي کړکیونه په ډیردقت څارنه کوي ښایې دهغو په لاسته راوړنوکې د ځنډ له امله دده لپاره هم دهغودڅارنې او انتظارشیبې نورې خسته کوونکي تمامې شې .
جنرال سټانلي مکریسټال چې دشنونکوپه اند یې په پوځي چارو ترنوروښه سرخلاصیږی دخپل مسلکي مهارت له مخې یې دمارجې دبشپړې تصفیې لپاره لیږترلیږه یوه میاشت وخت مناسب بللی وه، خوپه منځني ختیځ اومرکزي آسیاکې دامریکایي ځواکونو مشر جنرال پتروس له NBC ټلویزوني شبکې سره په مرکه کې دمارجې مشترک عملیات دهغوعملیاتو یوه برخه وبلل کوم چې داوبامادنویې پوځي استراتیژۍ دپلي کولوپه منظور په کاراچول شوي اوله ۱۲میاشتو نیولې تراتلسوهغوپوري به دوام ولري .
دمشترکوعملیاتودوخت اومهال دتمدید په اړه دمکریسټال دویناپه تعقیب دښاغلي پټروس دغه څرګندونې دتفصیل بعداجمال فارمولې له مخې د دې ماناورکوي چې کیدای شي هغه له یوې میاشتې نه تر ۲،۳،۴….۱۰،۱۲ اوآن ۱۸میاشتوپوري و غزیږي.افغان دولت اوبهرنیوځواکونوچې د مشترکوعملیاتوله ترسره کیدوڅخه یې دډیروښوپایلوتوقع لرله ددوﺉ له بده مرغه په مارجه کې دطالبانوحیرانوونکی مقاومت له داسې هیښتیاسره مخ کړي چې له مارجې نه په زرګونوکیلومتره لیرې قندوز ولایت کې دهغوﺉ دپوځیانوپوځي حس ته صدمه رسولې اود دوست اودښمن توپیریې ترې ورک کړی .
قندوزخو هیسته پریږده دهلمند په نیږدي ګاونډ روزګان ولایت کې یې داسې حواس بایللي چې ټول خلګ حتی بیوزله ښځې اوماشومان لا ورته طالبان ، طالبان ترپام ورځي اودوژلولپاره یې دهوايي ځواک غوښتنه کوي.
هوایي ځواک خو هم دماهرجنرال سټانلي مکریسټال هوایي ځواک دی ،هغوﺉ چې په قندوزکې دافغان پوځ دجنرالانواودهغوﺉ دپوځیانو وژلوته نیمه ینه نه لري په روزګان کې به دطالب پلوو ملکیانو په وژلوڅه صرفه وکړي .
تیره ورځ دمشترکوعملیاتو هوايي مدافعینو ددغوعملیاتودځمکنیوشریکانوپه غوښتنه اوپه هغوکې دخپلو وژل شویو ملګرودغچ اخیستنې په غرض دارزګان دچارچینوپه سیمه کې دڅواورلرونکوبمونو په غورځولوسره خواشا۳۷تنه بیوزله وګړي له ژونده بي برخې کړل، اوسټانلي مکریسټال چې داوبامادپوځې استراتیژۍ دعملي کولوپه لاره کې یې دداشانې پیښوله منځته راتلوسره سره دخپلوپوځي هلوځلوپه دوام ټیګارکاوه یواځې داتوره وکړه چې ددې ویرجنې پیښې دپیښیدو له امله یې دافغانستان داسلامي دولت مشر!!! جناب جلالت مآب حامد کرزي صیب ته په یوه لنډکي ټلیفوني پیغام کې دخواشینۍ مراتب تقدیم کړل.