د افغانستان ویاړمن تاریخ ددې خاورې له پتمنو، غیرتي او باهمته اتلانو څخه ډک دی، زمونږ ددې ټاټوبي غلیمان ، چې کله د آرین د وطن اتلان یاد کړي؛ نو بې خوده وبوږنیږي او سخت وار خطا شي. کله هم، چې ابدالي، غوري، سوري، غزنوي، او بیا د ستر نیکه تاریخ ولولي، نو د غلیمانو وېره يې پر اندامونو ورخوره شي، چې بیا د افغان قوم په بچیانو کې هغه اتلان پیدا نشي!
واقعاً،چې مونږ د عظیم تاریخ لرونکي یو، عظیمې کارنامې مو تر سره کړي، د سیاست په ډگر کې له هر چا د مخه وو، د پوهنې او عرفان قلمدان د افغان په لاس کې ځلیده، د غیرت او شهامت، د تورې پړکا یې په شنه آسمان کې ځلیده، امپراطوران او تجاوزگرو ته یې ماتې ورکړي، خو له دې سره سره اوس زما د غیرتي وطن فیصلې په بهر کې کیږي.
افغانان د یووالي قیادت او زعامت د نشتوالي سره مخ دي. زیات شمېر په گاونډ او لیرې پرتو ملکونو کې د ذلت شپې ورځې تېروي، څوک ورته وایي ((افغان پدر سوخته))، چا پرون ورته ویل ،چې ((اشرار او باسمچیان)) او څوک، خو نن هم په خیرنه خوله ورته وایي، چې ((هلکه کابلیه بچ شه!!))
دا ذلت او رسوایي ولې؟
هر گاونډ او ليرې ملک زمونږ په ولس کې غلامان روزلي، خپل خپل طرفداران او خپلې خپلې ډلې لري. دا هسې احساسات او یا تبلیغات نه دي افغان ولس همداسې تقسیم شوی ،په گاونډ دولتونو کې خو افغان داسې ټیټ، ټیټ گرځي لکه ښه ستر جرم یې، چې کړی وي!!
کله، چې یو افغان د گاونډیانو د پولیسو له خوا مخاطب شي، چې: هلکه ته کابلی یې؟ بس بې وزله افغان واخطا شي،ځکه افغانیت، خو دلته جرم دی!!
هغه چا،چې ویل به یې لر او بر پښتون یو دی،اویو وخت یې په کابل کې د افغان او پښتون د وفادارۍ چیغې وهلې. نن، چې حکومت ته رسیدلي؛ نو افغان د ټولو ناخوالو سبب گڼي!! تا خو ویل ،چې لر او بر پښتون یو دی، تا ویل ،چې افغان د پښتونخوا په خاوره کې مهاجر نه دی. دا نن ولې بدل شوې؟! په هر صورت گیله له گاونډیو ده له پردو څه گیله. پردي، خو پردي دي، گیله، خو له خپلو کیږي.
راځئ مونږ افغانان یو بل معاف کړو، په خپل تېر تاریخ ویاړ وکړو، د خپلو اتلانو اتلولۍ را په یاد کړو. کله چې سړی ددې گاونډیانو د سیاستدانانو او یا په اصطلاح افغان پوهانو نظریات د رسنیو له لارې اوري، نو داسې یې انځوروي لکه،چې همدوی زمونږ قائدین دي، زمونږ ملک د آزادۍ او غلامۍ په باب داسې په سپینو سترگو خبرې کوي لکه افغانستان یې،يې آبایي وطن وي!!
بهرنیان، خو بهرنیان دي گاونډیان هم خپل خپل مصالح لري. دا مونږ افغانان ولې خپل مصالح نه پېژنو؟ تر څو به په پردیو ملکونو کې در په در وو؟! زه صرف دا نه وایم، چې یو گوند دې متحد شي، یو ګوند دې اقتدار تر لاسه کړي یا دې پښتون متحد شي او یا دى تاجک سره یو شي. زه دا وایم، چې افغان ولس دې متحد شي. د افغانستان په ستر بڼ کې پښتون، تاجک، ازبک، هزازه او… سره، شنه او ژیړ گلونه دي، دا بڼ له دې گلونو څخه پرته هسې د ازغیو بیابان دی.
ښه به دا وه ،چې زمونږ مشرانو دا ولس متحد ساتلی وای، خو دوی سره لدې، چې سترې، سترې کارنامې یې تر سره کړى، د ولس په یووالي کې پاتې راغلي او حتا دا، چې اختلاف او بېلتون ته یې لمن وهلې!!
د ټولو افغانانو شریک آرمان اسلامي شریعت، آزادي او استقلال، خوشالي، امن او سوکالي ده؛ نو بیا اختلاف په کوم ځای کې دی؟ آیا د اختلاف سبب ځان غوښتنه او اقتدار ته رسیدل نه دي؟
راځئ ،چې ټول د یووالي واقعي مظاهره وکړو. ټولو ته ووایو،چې مونږ یو جسد یو؛ زمونږ اهداف یو دي، تاسو بهرنیان او اشغالگران په خپله مخه ځئ. که د یووالي دې آواز ته بهرنیانو توجه ونکړه؛ نو بیا دې ټول ولس په یو آواز اوچت شي، په تش لاس دې پاڅون وکړي. په هر ښار، کلي او بانډې کې دې مزاحمت پیل کړي او د یوه منل شوي زعامت تر مشرۍ لاندې دې مسلسل جد وجهد پر مخ بوزي . ان شاء الله تعالی هغه ورځ به لیرې نه وي چې وطن به آزاد او افغانان به د خپل غیرت او وقار ژوند پیل کړي، گاونډیان دې مونږ ته په سپک نظر نه گوري، له تعاون او مېلمه پالنې څخه یې ممنون یو. ښه گاونډیتوب به کوو، یو اوبل ته به د متقابل احترام په سترگه گورو، خو پر یوه اوبل به د برلاسۍ هاند نه کوو.
د جلا، جلا خوزښتونو، د ځانگړيو، ځانگړيو وړاندیزونو او صرف د خپلې خوښې په اقداماتو د افغانستان دا لویه غمیزه سر ته نه رسیږي. یووالي ته اړتیا ده، متحدانه عمل ته ضرورت دی اود متحدانه اقدام په نتیجه کې دا روانه غمیزه ژر پای ته رسي، خو شرط دا،چې تصامیم او وړاندیزونه خپل وي، دافغان وي او د پردوله اغېز څخه خوندي وي.
د یووالي په صورت کې هم روان اشغال او غمیزه پای ته رسیږي او هم د وروستیو اختلافاتو او یا جگړو مخه نیول کیږي. د ولس یووالی د یو اوبل په وړاندې د انعطاف او لورونې په صورت کې ممکن دی، د ځان غوښتنې او یا د خپلې ډلې د مصالحو د پاللو په صورت کې د ولس یووالی ممکن نه دی.
زما په اند د یووالي دا اړتیا هر افغان ته جوته شوې او هر افغان د ژغورنې لار همدا بولي اود ملت یووالی تر هر څه زیات اهمیت لري. دا،چې د چا به زعامت په برخه شي، دا ثانوي موضوع ده. د ملت آزادي او خوشالي تر هر څه ارجحیت لري، قائدین او مشران به ځي. راځي، د زور له لارې قیادت یا د پردو په لاس جوړ شوي قیادتونه موقتي او تصنعي وي؛ هغوی په ولس کې ریښې نه لري، واقعي په طبیعي ډول د ولس له منځ څخه په مدار، مدار را د مخه کیږي، چې د کړو، وړو په نتیجه کې يې د ملتونو د تسل او اطمینان سبب گرځي او ولسونه ورباندې باور کوي.
د افغانستان د روان بحران دحل لپاره باید ځمکني حقایق په نظر کې ونیول شي. هغه دا، چې: پخوانۍ جهادي ډلې غټې یا وړې، چې په ملک کې موجودیت لري او د ولس څه خلک ورته وفادار دي، چې حزب اسلامي پدې ډلو کې ملت شموله تنظیم دی، د طالبانو اسلامي تحریک له موجودیت او قوت څخه انکار نه شي کیدلی؛ اووه کاله یې پر افغانستان حکومت کړی. سره لدې، چې حکومتي او تشکیلاتي نظام یې ډېرې نیمگړتیاوې درلودې، خو په ملک کې یې امنیت مثالي و او نن یې هم د اشغالگرو په وړاندې مقاومت او جهاد له چا پټ نه دی.عملي به دا وي، چې د هر چا د مخه له طالبانو سره تفاهم وشي. طالبان د وحدت او یووالي په پروسه کې باید رول ادا کړي؛ ځکه، چې د طالبانو له حضور څخه پرته به د وحدت، یووالي او سولې وړاندیزونه ټول غیر عملي وي. آیا په مارجه کې پنځلس زره بهرني او کورني پوځونه د شپیتو جهازونو د هوایي ځواک په مدد له طالبانو سره مخامخ نه دي؟ هغه هم د یوې ولسوالۍ له لږه کوتي قوت سره! خو گورو، چې اوباما دا نظامي عملیات له واشنگټن څخه څاري…
طالبانو ته هم وایو، چې افغان ولس له ځان سره ملگری کړي، چې اسلامي او ملي موخې تر سره شي. د حکومت او نظام د جوړښت په باب باید ولس او د ولس مطرح قوتونه په تفاهم کې شریک شي.
راځئ، چې پر افغان ولس رحم وکړو. بس دى دا دېرش کاله غمیزه. راځئ، چې د اسلام په چوکاټ کې یو بل معاف کړو؛ تېر هېر کړو،
تر څو به د ایراني گذر نامې، د پاکستاني شناخت کارت او په غربي ممالکو کې د نشنلیټۍ د حصول لپاره هلې ځلې کوو؟ آیا مونږ خپل تشخص او خپله نیشنلیټي نه لرو؟!
آیا مونږ ته افغان نیشنلیټي کافي نه ده؟! کوم افغان، چې په بهرنیو ملکونو کې قبول شي؛ نو بیا شکر باسي، فخر کوي، چې الحمد لله زه، خو شناختي کارټ او یا بهرنۍ نشنلیټي لرم. دا، ځکه ، چې دا دېرش کاله په هېواد کې اور بل دی، هر څوک له وطن څخه د فرار په تکل کې دی. اوس څوک دا نه وایي، چې خپل وطن کشمیر دی.
د یووالي لپاره واقعي خوزښت او د یوې مشترکې اسلامي او ملي جبهې جوړښت د وخت ضرورت دی؛ دا روان ښکېلاک او ربړه د ملت په یووالي او بیا په پاڅون حل کیدی شي.