کور / تازه خبرونه / په مارجه کی درېیم ځل بیرغ ورپول سو

په مارجه کی درېیم ځل بیرغ ورپول سو

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی د هلمند والی ګلاب منګل د امریکایی او برتانوي پوځیانو په ملګرتیا د مارجې په بازار کی د رژیم بیرغ پورته کړ او ټولو « د مارجې د فتحی ! » مبارکی یو بل ته وویل . لومړی ځل دا بیرغ امریکایی مرین پوځیانو د افغانانو په غیاب کی د دې پوځی عملیاتو په درېیمه ورځ د یو کور له پاسه پورته کړی و ، دوهم ځل دا اشتباه ترمیم سوه او د افغانی پوځیانو په لاس یې هغه ورپاوه او دا ځل یې د والی په لاس هغه پورته کړ . امریکایی قوماندان « جنرال لېری نیکل سن » د مارجې « فتحه ! » یوه « تاریخی ورځ » وبلله . ده وویل چی « زه په دې کار سره پر ښور راغلی یم ، او دغه بدلون پر ولولو راوستلی یم . مارجه یوه نمونه ده او زموږ هدف دا دی چی بازارونه او سړکونه خلاص کړو . »
خو ناظرین وایی چی د یو کلی د بازار « فتح ! » دومره له تبلیغاتو ډکه وی د یوې ولسوالۍ « فتح ! » به څومره ورته مهمه وی ، ځکه د افغانستان د سلو په شاوخوا کی ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کی دي .