دغه راډيوچې ٧٠ کيلومټره ساحه کې اوريدل کيږي دکندوز ښار سربيره دياد ولايت په شپږګونوولسواليوکې هم اوريدل کيږي .
ددغې سمييزې راډيومشرۍ ملالې يوسفزې وويل چې دغه سمييزه راډيوئي چې دامهال ٩ تنه کارکوونکې لرې چې ٧ تنه ئي ميرمنې دي د٢٠ زره امريکائي ډالروپرلګښت چې لس نيم زره ئي دولايتې بيارغونې ټيم يا پي آر ټي له لورې ورکړل شويدي په کار پيل کړيدي .
يوسفزې زياتوې چې چراغ راديودمګړې تفريحې ، مالوماتې ، دينې اوټولنېزې خپرونو ترڅنګ خپلو اوريدونکيوته موسيقې هم لرئ .
هغه زياتوې چې راتلونکې نوې کال ته په ٢٠ نويو خپرونوباندې کارکوي .
دامهال په کندوز ولايت کې ددولتې تلويزيون اوچاپې خپرونو ترڅنګ دخاورپه نامه يوشخصې تلويزيون او٦ شخصې سمييزې راډيوګانې فعاليت لرئ خود ډيرې اوريدونکيو په وينا دوي دمحلې راډيوګانودکړنو څخه راضې نه دي ځکه دهغوې په وينا پروګرامونه ئي دټولنې لپاره کومه ګټه نلرې دکندوزښار يوتن اوسيدونکې عبدالله وويل چې نوموړې په ياد ولايت کې د رسنيو اوپه ځانګړې ډول راډيوئي فعاليتونو نه خوښ نه دي اوزياتوې چې دغه محلې راډيوګانې ټوله ورځ موسيقې خپروې اونه کومه اسلامې برنامه لرئ اونه دټولنې دخيګڼې لپاره کوم بدلون خپرونه لري نه يوازې عبدالله دانظر لرئ بلکه ډيرې ښاريان په همدې آند دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه