د کندهار د امنيتي سرچينو له قوله د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى د نامعلومو کسانو له خوا په يوه وسلوال بريد کښي وژل سوئ دئ .
د پوليسو په وينا، دغه بريد د کندهار ښار د ۴ مي ناحيې په باميزو کوڅه کښي رامنځته سوئ، له چيري نه چي نوموړی نن سهار خپل دفتر ته روان وو .
که څه هم وسلوال کسان تر بريد وروسته تښتېدلي خو پوليس وايي چي د پيښي په اړه يې تحقيقات پېل کړي دي .
ليکوال او شاعر عبدالمجيد بابى د ۲۰۰۱ کال را پدېخوا د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئېس پاتي سوئ وو . د فرهنګي کړيو په وينا نوموړی د يو نوموتي اديب په توګه يواځي کلتوري چاري مخ ته بېولې او کوم سياسي تړاو يې نه درلودئ .
طالب وياندقاري يوسف د پيښي پړه پر خپله غاړه اخيستې ده .