د طالبانو ویب پاڼی ( الاماره ) د طالبانو د ویاند قاری یوسف احمدی سره مرکه کړې او هغه ویلی چی بهرنیان مو په مارجه کی په تاکتیکی جګړه کی راګیر کړي دي او حوصله یې ورځ په ورځ ختمیږی . ده وویل چی د ناټو د بریالیتوب ادعا له وخته دمخه وه او مارجه اوس د هغوی لپاره یو دام ګرځېدلی دی ، ځکه هغوی د سړکونو څخه پرته پر نورو لارو نسی تللای او زموږ نښه ویشتونکي هغوی ته موقع نه ورکوی چی هری خوا ته وخوځی . ده وویل چی په تیرو لسو ورځو کی مو د هغوی ۸۷ ټانکونه تخریب کړي ، ۳۸۲ پوځیان مو ور وژلي ، ۴ رینجر موټرونه یې تخریب سوي او ۳۶ داخلی پوځیان وژل سوي دي . ده زیاته کړه چی اوس طالبانو د هلمند په نورو سیمو او ورپورو ولایتونو کی هم پر هغوی مسلسلی حملې زیاتی کړي او تلفات ور اړوی . ده وویل چی یرغلګرو د مارجې د عملیاتو څخه د تبلیغاتی وسیلې کار اخیست خو اوس پخپله اعتراف کوی چی دا عملیات د توقع پر خلاف اوږده سول . هغوی د تیری ۸ کلنی تجربې څخه عبرت نه اخلی او لګیا دي خپل تلفات او مالی ضایعات ورکوی . ده وویل چی د هغوی لپاره د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده چی د افغانستان څخه ووزی که نه پایله یې د ناکامۍ څخه پرته بل څه نه ده .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه